روغتیا

د روغتیا سازمان: د کرونا دوهم نسل لسګونه هېوادونو ته رسېدلی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۵ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په برتانیا او سویلي افریقا کې د کرونا ویروس دوهم رامنځته شوی نسل تر دې دمه په پنځوسو هېوادونو او سیمو کې خپور شوی دی.

د یاد سازما د بیړنۍ برنامې رییس مایکل راین وویل، دغه ویروس چې د تېر په پرتله په چټکۍ خپریږي یوازې د افریقا په شلو هېوادونو کې کشف شوی دی.

نوموړی زیاتوي چې د کرونا ویروس خپریدو محرکاتو او یو شمېر ستونزو ته په کتلو دوهم کال ممکن د لومړي په پرتله خورا خونړی او ستونزمن وي.

د ملګرو ملتونو سازمان هم اشاره کړې چې په جاپان کې د راپیدا شوي کرونا ویرس بل «اندېښمن ډول» کشف شوی چې ممکن د معافیت په عکس العمل اغیز وکړي او لا نورو څیړنو ته اړتیا لري.

یاد سازمان وویل، هر څومره چې د سارس کوف-۲ ویروس خپریږي ددې د بدلېدو چانسونه هماغومره زیات دي، په دې اړه د ویروس چټک خپرېدل په دې معنا دي چې موږ د ویروس نورو نسلونو رامنځته کېدو ته په تمه اوسو.

په نړۍ کې د کرونا ویروس ټولې پېښې له ۹۱ ملیونو څخه پورته شوي په داسې حال کې چې له یادې ناروغۍ څخه د مړینې کچه نږدې ۲ ملیونو ته رسېدلې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x