روغتیا

د چین ووهان ښار ته د کرونا ویروس څيړیزه ډله رسېدلې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۵ مرغومی، ۱۳۹۹ل): چینایي تلویزون د پنجشنبې په ورځ منلې چې د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا ویروس د اصلیت څیړلو ډله ددغه هېواد ووهان ښار ته رسېدلې ده.

کرونا ویروس د ۲۰۱۹م کال دیسمبر میاشتې په وروستیو کې د چین د ووهان ښار له یوه بازار څخه کشف شو چې تر دې دمه د نړۍ ۲۱۰ هېوادونو او سیمو ته رسېدلی دی.

چینایي چارواکي وایي چې د روغتیا سازمان څیړیزه ډله به په ووهان ښار کې شاوخوا یوه میاشت تیره کړي تر څو وتوانېږي د یاد ویروس خپرېدو اصلي علت معلوم کړي.

د روغتیا نړیوالو متخصصینو د څيړنو له پایلې به په ډاګه شي چې پر چین د واشنګټن تورونه اساسي او که بې اساسه دي.

امریکا پر چین څو واره تور پورې کړی و چې کرونا ویروس ددوی له لوري د ووهان ښار په یوه دولتي روغتون کې رامنځته او نورې نړۍ ته خپور شوی دی.

د چین ووهان ښار ته د روغتیا سازمان ډله په داسې حال کې رسیږي چې څو ورځې وړاندې د ویزې ستونزې له کبله دغه ډله چین هېواد ته له ننوتلو منع شوې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x