افغانستان

د غور د ولایتي شورا غړي او ملي امنیت ځواکونو ترمنځ نښته کې ۳ تنه مړه او ژوبل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۵ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د غور د ولایتي شورا د یو وکیل او ملي امنیت ځواکونو ترمنځ نښته کې د ملي امنیت د یو عسکر په ګډون ۳ تنو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

دا پېښه نن د پنجشنبې په ورځ هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې د ملي امنیت ځواکونو د ولایتي شورا د وکیل عزت الله بیګ د نیولو لپاره پر هغه برید وکړ.

د غور د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر نیک محمد نیکزاد وايي، په دې نښته کې د ملي امنیت یو عسکر وژل شوی او د ولایتي شورا د غړي عزت الله بیګ دوه ساتونکي هم ټپیان شوي دي.

نوموړی زیاتوي، نښته اوس پای ته رسېدلې او وکیل عزت الله بیګ د ملي امنیت لخوا نیول شوی دی.

تراوسه ددې پېښې لامل څرګند نه دی، چې د ملي امنیت عسکرو ولې د غور د ولایتي شورا د نوموړي وکیل د نیولو لپاره عملیات ترسره کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x