افغانستان

د غور د ولایتي شورا وکیل عزت الله بیک د ملي امنیت په بند کې ووژل شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۵ مرغومی، ۱۳۹۹ل): سیمه ییزې سرچینې وايي، د غور د ولایتي شورا وکیل عزت الله بیک د ملي امنیت په بند کې له سختو شکنجو وروسته وژل شوی دی.

د ولایتي شورا وکیل حاجي عزت الله بیک نن د پنجشنبې په ورځ له یوې لنډې نښتې وروسته د ملي امنیت عسکرو لخوا نیول شوی ؤ، چې له نیولو څو ساعته وروسته د ملي امنیت په بند کې د هغه د وژلو خبر ورکړل شو.

که څه هم د غور د ملي امنیت مدیریت وايي، چې ښاغلی بیک د نیولو پرمهال د ملي امنیت عسکرو په جګړه کې وژل شوی؛ خو د هغه د کورنۍ غړي او سیمه ییزې سرچینې بیا دغه ادعا بې  اساسه بولي او وايي، چې د ملي امنیت عسکرو په بندیخانه کې له سختو شکنجو وروسته هغه په مرموزه  توګه وژلی دی.

د وکیل «بیک» کورنۍ دغه راز وايي، چې د ملي امنیت ځواکونو د وکیل بیک درې ساتونکي هم وژلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې یو ساعت وړاندې د غور د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر نیک محمد نیکزاد هم رسنیو ته ویلي ؤ، چې د ولایتي شورا وکیل عزت الله بیک او ملي امنیت د عسکرو ترمنځ نښته کې د ملي امنیت یو عسکر وژل شوی او په ځوابي ډزو کې د عزت الله بیک د ساتونکو د ټپي کېدو ترڅنګ ښاغلی بیک د ملي امنیت عسکرو لخوا ژوندی نیول شوی دی.

ویل کیږي چې د ولایتي شورا غړي حاجي عزت الله بیک باندې د غور غږ رادیو مسئول مدیر بسم الله عادل ایماق د وژلو تور دی؛ خو محکمې ته تر وړاندې کېدو مخکې د ملي امنیت په بند کې وژل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x