افغانستان

بغلان کې د نښتې پرمهال ۱۰ کمانډو عسکرو ته مرګ ژوبله اووښتې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۵ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د بغلان سیمه ییز چارواکي وايي، تیره شپه ددې ولایت مرکز پلخمري اړوند چشمه شیر سیمه کې د کمانډو عسکرو پر یوې پوستې د طالبانو برید کې ۱۰ کمانډو عسکرو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

یوې سیمه ییزې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، چې په دغه نښته کې لږ تر لږه ۵۰ کمانډو عسکر وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د سرچینې په خبره له نښتې وروسته په پوسته کې ولاړ دوه عرادې ټانګونه او یو شمېر وسلې او مهمات هم طالبانو له ځانونو سره وړي دي.

طالبانو هم ددې برید د تایید ترڅنګ ویلي، چې پر یادې پوستې یې ځکه برید کړی، چې د ملکي خلکو د ځورولو او تکلیف سبب ګرځېدلې وه.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تردې وړاندې په ټولو هغو پوستو او د دولتي عسکرو په مرکزونو د بریدونو خبرداری ورکړی ؤ، له کوم ځایه چې د ملکي خلکو په کورونو او عامه تأسیساتو د ډیسي توپونو او هاوان بریدونه ترسره کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x