
د فاریاب ولایت په مرکزي زندان کې د پولیسو په ډزو ۱۵ زندانیان ټپيان شوي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۵ مرغومی، ۱۳۹۹ل): نن ماښام د فاریاب ولایت سیمه په مرکزي محبس کې د بندیانو ترمنځ نښته شوې، چې له امله یې پولیسو پر زندانیانو ډزې کړي او لږ تر لږه ۱۵ تنه بندیان ټپیان شوي دي.
د فاریاب ولایت امنیه قومندانۍ چارواکي وايي، دا نښته د یو بندي پر سر د عارف قصاب او نورو بندیانو ترمنځ پېښه شوې، چې له امله یې بندیانو په دوه ډلو ویشل شوي او یو بل ته یې د چړې او کوتک نیغ کړي دي.
د پولیسو په وینا د بندیانو د تیت او پرک کولو په خاطر د محبس ساتونکو پولیسو پر هغوی ډزې کړي، چې له امله یې لږ تر لږه ۱۵ تنه بندیان ټپيان شوي دي.
له بل پلوه د میمنې ښار دولتي روغتون چارواکو ویلي، له دې پېښې څخه تراوسه د اجمل قصاب په ګډون ۴ تنه ټپیان ورلیږدول شوي او ښايي چې د ټپيانو شمېر تردې هم زیات شي.
اوس تازه یوې ځايي سرچینې تایید کړه چې د عارف قصاب په نوم بندي د سختو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړې ده.
عارف قصاب د قتل په یوې قضیه کې د تورن پېژندو له امله بندي ؤ
دا په داسې حال کې ده چې تیره شپه د کندهار په مرکزي محبس کې د سیاسي بندیانو او جنايي جرمونو کې ککړو مجرمینو ترمنځ هم نښته شوې وه، د کومې له امله چې ۷ بندیان ټپیان شوي وو.
تراوسه دا څرګنده نه ده چې د فاریاب په مرکزي زندان کې پېښ شوی اخ وډب د کندهار د محبس د تیرې شپې پېښې سره تړاو لري کنه؛ خو چارواکي وايي د پېښې په اړه یې څیړنې پیل کړي دي.