افغانستانسولې اړوند خبرونه

طالبان: مذاکرات نه دي ځندېدلي، ناستې دوام لري

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۵ مرغومی، ۱۳۹۹ل):وروسته له هغه چې يو شمېر رسنیو په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو د ځنډېدو خبر ورکړ؛ طالبان وایي، یاد راپورونه بې بنسټه دي او په بین الافغاني مذاکراتو کې ځنډ نه دی رامنځته شوی.

په قطرکې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «ډاکټر محمد نعیم» رسنیو ته په لېږلي یوه پيغام کې لیکلي «هغه خبرونه چې وايي په دوحه کې بين الافغاني مذاکرات تر نا معلومې نېټې پورې ځنډيدلي، حقيقت نه لري، د بين الافغاني مذاکراتو دواړو ټيمونو تر منځ تماسونه جريان لري.»

د نعیم په خبره، هر ځای د مذاکراتو معمول داسې دی چې دوامداره مجالس نه ترسره کېږي او کله ناکله خپلمنځي مجالسو ته هم پکې اړتیا پیښېږي.

د طالبانو وضاحت وروسته له هغه دی، چې یو شمېر رسنیو راپورونه ورکړل چې ګواکي په دوحه کې د افغانانو خپلمنځي خبرې تر نامعلومې مودې ځنډېدلې دي.

تر دې وړاندې هم ویل کېدل چې د طالبانو د مذاکراتي ټیم غړي لا دوحې ته نه دي رسېدلي، چې له امله يې مذاکرات له خنډ او ځنډ سره مخ دي؛ خو له دوحې څخه یوه سرچینه وایي، د طالبانو د مذاکراتي ټيم ټول غړي په دوحه کې موجود دي.

یاده دې وي، چې د بین الافغاني مذاکراتو دوهم پړاو د روانې میلادي میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې پیل شو او داسې تمه کېږي، چې په دې پړاو کې به  د اجنډا پر مهمو موضوعاتو خبرې کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

ویل کیږی چی ملا برادر پنجابیانو یو وار بیا کوټې ته کړی دی آیا دا ریښتیا ده؟ ښه ملابرادره تا ته چا ویل چی حقیقت ووایه دا ځلی به دی فکر نکوم چی راخوسی کړی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x