روغتیا

د چین «سینوواک» واکسین یوازې ۵۰ سلنه اغیزناک ښودل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۵ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د چینایي مشهور شرکت سینوواک بایوټیک له لوري د کرونا ویروس ضد چمتو شوي واکسین ۵۰ سلنه اغیزناک ښودل شوي دي.

په برازیل کې د یادو واکسینو وروستي پړاو پایلې خپرې شوې چې د لومړیو معلوماتو له مخې ددې اغیز د پخوا په پرتله تر ډیرې اندازې کم ښودل کیږي.

که څه هم د کوویډ-۱۹ ناروغۍ مخنیوي لپاره دغه سلنه هم کافي بلل کیږي خو له دې وړاندې لومړیو ازموینو چینایي واکسین له ۷۸ سلنې زیات اغیزناک ښودلي وو.

د برازیل حکومت او د ساوپالو بوتانتین انسټيټیوټ د کلینیکي ازموینو له مخې چې د جنوري په ۱۲مه نېټه یې خپرې کړي د چین سینوواک واکسین ۵۰.۴ سلنه اغیزناک ښودل شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان له لوري د واکسینو منلو لپاره لږ تر لږه ۵۰ سلنه فعالیت اړین دی چې د چین واکسین تر دې زیات اغیزمن دي.

د برازیل ۸ ایالتونو په ۱۳ زره روغتیایي مرکزونو کې ددې واکسینو ازموینې ترسره شوې دي.

تېره اونۍ د بوتانتین انسټيټیوټ په حیرانونکي ډول دغه واکسین د ناروغۍ د مخنیوي لپاره ۷۸ څخه تر ۱۰۰ سلنې فعال ښودلي وو خو اوس دغه شمېره تر دې ډیره کمه ښودل کیږي.

ترکیې په دیسمبر میاشت کې د سینوواک واکسینو د ازموینو د پایلو له مخې دغه واکسین ۹۱.۲۵ سلنه اغیزناک ښودلي وو، چې د جنوري په ۱۳مه نېټه یې په بیړني ډول د کارولو اجازه هم ورکړې وه.

بل لوري ته چینایي چارواکي وایي چې یاد واکسین د کرونا ناروغۍ مخنیوي لپاره تر ډیرې اندازې اغیزناک دي او ډیر ژر به یې په یو شمېر هېوادونو کې کارول پېل شي.

باید وویل شي چې په نوره نړۍ کې د امریکا او جرمني شرکتونو له لوري د فایزر-بیونټيک، د آکسفورډ پوهنتون موډرینا او د استرازینا واکسین له ۹۰ سلنو زیات، او د چین سینوفارم نږدې ۸۰ سلنه فعال او اغیزناک ثابت شوي دي.

برازیل، ترکیه، هندوستان، هانګ کانګ، اندونیزیا او یو شمېر نورو هېوادونو د چینایي واکسین سینوواک د ترلاسه کولو لپاره تړونونه کړي، په داسې حال کې چې په اندونیزیا کې ددې کارول د جنوري په ۱۳مه نېټه پېل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx