افغانستان

جان کیري د ټاکنو د کړکېچ د حل کولو لپاره افغانستان ته راورسېد

نن ټکی آسیا: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د ټاکنیزو لانجو د حل و فصل کولو لپاره افغانستان ته را ورسېد.

نوموړی به نن افغان چارواکو او دواړو کاندیدانو سره د ټاکنو د بحران په اړه خبرې اترې وکړي.

د ټاکنو دوهم پړاو له پیله لانجمن و، ډاکتر عبدالله عبدالله خپل سیال ټيم په پراخو درغلیو تورن کړی. نوموړي همدا راز د ټاکنو د کمېسیون سره پریکون اعلان کړی او د ټاکنو پایلې يې «کودتا» بللې.

د ټاکنو کمېسیون د تېرې دوشنبې په ورځ د ټاکنو ابتدايي پایلې اعلان کړې چې د ډاکتر اشرف غني احمدزی یو میلیون رايې تر ډاکتر عبدالله عبدالله زیاتې وې.

د پایلو تر اعلان وروسته د عبدالله پلویانو په لاریونونو سر شول.

ډاکتر عبدالله د لویې جرګې په خیمه کې خپلو پلویانو ته په خبرو کې وویل چې که د ده غوښتنې ونه منل شي، دی به موازي حکومت اعلان کړي.

عبدالله عبدالله زیاته کړه چې جان کیري ورته زنګ وهلی او له همدې امله دی د موازي حکومت د اعلان لپاره وخت غواړي.

د عبدالله د موازي حکومت د اعلان سره سم جان کېري ويلي و که څوک له قانوني چوکاټ پرته د واک ترلاسه کولو کوښښ وکړي، نو له افغانستان سره به د امريکا او نړیوالې ټولنې مرستې ودرول شي.

تېره ورځ د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي جیمز ډوبینز په واشنګټن کې ویلي و چې د ټاکنیزو لانجو د ختمولو یواځېنی حل ائتلافي حکومت جوړول دي.

ډاکتر اشرف غني احمدزي دا په کلکه رد کړې چې نوموړی به ائتلافي حکومت جوړ کړي، خو شننونکي وايي چې شاید د امریکا د فشار له امله به نوموړی دې ته تیار شي چې ائتلافي حکومت جوړ کړي.

په عین حال کې ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د ولسمشر کرزي سره په یوه لیدنه کې پرون پنجشنبه نوی وړاندیز کړی.

د دوی په وینا د ۸۰۰۰ محلونه رایې چې تقریبا ۳،۵ میلیونه رايې کیږي دې بیا وشمېرل شي.

اوس د ټاکنو د پایلو برخلیک ناجوت دی. د شننونکو په اند وروستۍ فیصله له نړیوالې ټولنې سره ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x