ټولنیزه برخه

د شتو او واک مينه مو دين او شخصيت دواړه پوپنا کوي

عبدالمالک همت

رسول الله صلی الله علیه وسلم څه ښه فرمايلي دي:

«مَا ذِئْبَانِ جَائِعَانِ أُرْسِلاَ فِي غَنَمٍ بِأَفْسَدَ لَهَا مِنْ حَرَصِ الْمَرْءِ عَلَى الْمَالِ وَالشَّرَفِ لِدِينِهِ». سنن ترمذي، کتاب الزهد عن رسول الله صلى الله عليه وسلم، ۴۳ / ۴۳ باب، 2376 شمېره حديث.

ژباړه : هغه دوه وږي ليوان ( شرمښان ) چې د پسونو په رمه کډ سي دومره پسونه نه تبا کوي، لکه د مال، واک او جاه وجلال سره د سړي مينه چي د هغه دين تبا کوي .

د حديث موخه داده چي د شتو، واک او منصب حرص او مينه دين ته تر هغه تاوان چي شرمښان يې پسونو ته رسوي ډېره تاواني ده.

علمای کرام رحمة الله عليهم دغه حديث شريف له ډېرو سترو او زرينو اقوالو څخه ګڼي  او وايي چي هر مسلمان بايد پر دې  باندي خپل ځان عرض کړي.

حقيقت هم دادی چي دا له داسي پخو وينا وو څخه يوه وينا ده چي رسول الله صلی الله عليه وسلم به د متل (ضرب المثل) په توګه استعمالول.

که موږ د شتو او واک حرص د رسول الله صلی الله عليه وسلم د دغه يوه حديث په عملي کولو او پر ځانونو باندي په پلي کولو سره له خپلو زړونو او ضميرونو وباسو هم به مو خپل ځانونه پر دې دنيا له روحي کړاوونو، د ضمير له زورونو، د خلکو له بدويلو او خجالتونو څخه ژغورلي وي، هم به مو د هغې دنيا له عذابه ځانونه ساتلي وي، هم به نور خلک زموږ د واک او قدرت سره د لېونۍ ميني په سبب له ډول ډول بخولو او کړاوونو څخه په امن کي  سوي وي او هم به په راتلونکې کي زموږ اولادونو او خپلوانو ته زموږ د دې بدو عملونو پېغورونه نه وي پاته .

زه دغو ځينو کسانو ته تعجب وړی يم چي څنګه د يوه جنګ ځپلي هيواد او سختو ځپلو ځيځېرلو خلکو، چي اوس لا هم د جنګ جګړو، نا امنيو او ډول ډول ستونزو په ترخو او زوروونکو شرايطو کي اوسي د زعامت ډېر دروند پېټی پر اوږو اخلي او بيا چي د د سياست او هيوادنيو چارو په سمه توګه په ترسره کولو کي سل په سل کي پاته راغلی وی او له هري خوا ډول ډول نيوکي او اعتراضونه هم پر کېږي، خو بيا هم دی نه د ولس غوښتنو ته پام اړوي او نه په راتلونکې کي د تاريخ له بد قضاوته وېرېږي او پر خپل واک باندي پر له پسې ټينګار کوي او پوري نښتی وي.

په دې ترڅ کي ډېرو نالايقو، مجهول الهويه، لوېديځ مېشتو عياشانو بېلابېل دولتي پوسټونه يرغمل کړي دي، زياترو په ډېرو پيسو رانيولي او اسلام، هيواد او ولس ته د کار او خدمت پر ځای يې د غلاوو، فساد، رشوت خوريو او ډول ډول خيانتونو بازار تود کړی دی. د خس دزيو، ترورونو او وېري اچونو خو دا حال دی چي هيڅوک دلته، ځان، مال، او لاد، حيثيت او آبرو خوندي نه بولي.

رسول الله صلی الله عليه وسلم د واک د عاشقانو په اړه عجيبه دقيقه وړاندوينه کړې ده، هغه فرمايلي دي :

«إِنَّكُمْ سَتَحْرِصُونَ عَلَى الإِمَارَةِ، وَسَتَكُونُ نَدَامَةً يَوْمَ القِيَامَةِ، فَنِعْمَ المُرْضِعَةُ وَبِئْسَتِ الفَاطِمَةُ» صحيح البخاري، کتاب الاحکام، باب ما يكره من الحرص على الإمارة ، 7148 شمېره حديث.

ژباړه : (داسي وخت به راسي چي) تاسي به د واک تر لاسه کولو په اړه سراښ (حريص) سئ او دا به د قيامت په ورځ تاسي ته (هغه چا ته چي په واکمني کي يې هغسي کړني نه وي کړي چي ښايي) د پښېمانۍ لامل سي، څومره ښه دی هغه ماشوم چي شيدې ورکول کېږي(يعني څومره ښه دی د واک لومړی مهال، ځکه چي په اول کي يې شته، دبدبه او ډول ډول خوندونه وي) او څومره بد دی هغه ماشوم چي له شيدو څخه پرې کېږي(يعني څومره بد دی د واک اخر مهال ، ځکه دغه مهال واکمن په وژلويا  راپرځولوځني پسي اخستل کېږي او پر هغه دنيا بيا حساب هم ورسره کېږي.

تاسي دا ستاسي د مهال د هر واکمن د واک لومړي مهال او وروستي برخليک ته فکر وکړئ؛ په لومړي ځل چي واک په لاس ورغلی وي څومره ډېر په غوره کي وي، خو داسي وخت هم پر راځي چي په ډېرو بدو وضعيتونو له واکه را پرځي. نو تاسي وواياست دا شومه چوکۍ په دې ارزي؟ نه ! نه ! هيڅکله نه !

زما نظر خو دادی چي که په ګران هيواد کي د بې طرفو او امينو شخصيتونو په غړيتوب موقته اداره رامنځ ته سي او بیا د اسلامي عدالت نظام ټينګ سي، هيڅوک دي کوم مقام ته په خپله ځان نه نوماندوي، بلکي د هر څای يو شمېر اهل حل او عقد دې ټاکلي پوسټ ته څو تنه وړکسان د ټاکنو ادارې ته معرفي کوي او بيا دي معرفي سوي کانديدان بې له انتخاباتي بې خرتو لګښتونو او درواغجنو تبليغاتو د عامو خلکو د رايو اخيستلو لپاره ور مخ ته کېږي. داوې په دې اړه څو لنډي څرګندوني لوی څښتن دي موږ ته پر هغو باندي د عمل کولو توفيق راکړي.

نسأل الله العفو والعافية في الدين والدنيا والآخرة، أقول قولي هذا وأستغفر الله العظيم، وصل اللهم وسلم وبارك على سيدنا محمد وعلى آله وصحبه أجمعين.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx