افغانستان

کندوز کې د نښتې پرمهال ۲۴ دولتي عسکر مړه او ژوبل شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۶ مرغومی، ۱۳۹۹ل): سیمه ییز مسئولین د کندوز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د نښتې پرمهال ۲۴ دولتي عسکرو ته د مرګ ژوبلې اووښتو خبر ورکوي.

د کندوز د ولایتي شورا غړی عبدالأحد تريال کاکړ رسنیو ته ویلي، طالبانو تیره شپه اته بجې د امام صاحب ولسوالۍ په اوتبوز سیمه کې د کمانډو عسکرو په یوې پوستې برید کړی، چې د شپې تر یوې بجې پورې هلته نښته روانه وه.

نوموړی زیاتوي، په دغه نښته کې ۹ دولتي عسکر وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان دي.

په ورته مهال یوې بلې امنیتي سرچینې بیا رسنیو ته ویلي، د تیرې شپې په نښته کې ۱۲ دولتي عسکر مړه او دولس نور ټپیان دي، چې په وژل شوو کې د اردو عسکر، پولیس او اربکیان شامل دي.

د ولایتي شورا غړی زیاتوي، له دې سره همهاله دولتي الوتکو په سیمه کې درنه بمباري وکړه، چې په خبره یې د ولسوالۍ د سقوط مخه یې ونیوله.

د کندوز د امنیه قومندانۍ ویاند انعام الدین رحماني هم دغه نښته تاییدوي؛ خو د اووښتو تلفاتو په هکله بې خبري ښيي.

له بل پلوه د سیمې خلک ادعا کوي چې د دولتي عسکرو په هوايي او توپچي بریدونو کې د یوې کورنۍ ۳ غړي «شهیدان» شوي او دوه نور ټپیان دي.

دا لومړی ځل نه دی چې دولتي الوتکې د جګړې پرمهال د عامو خلکو کورونه بمباروي، بلکې تردې وړاندې یې هم په ګڼو سیمو کې د هوايي بریدونو پرمهال ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx