افغانستان

ټرمپ: د تېرو نوولسو کلونو په پرتله افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر تر ټولو ټیټې کچې ته را ټيټ شوی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۶ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» وایي، په تېرو نوولس کلنو کې لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر تر ټولو ټيټي کچې ته راټيټېږي.

ټرمپ د سپيني ماڼۍ پر پاڼه لیکلي، چې په تېرو نوولسو کلونو کې په لومړي ځل افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر را ټيټ شوی او په عراق او سوریه کې هم د تېرو څو کلونو په پرتله د امریکايي عسکرو شمېر په ټيټه کچه کې دی.

ټرمپ ددې تر څنګ یو ځل بیا د «بې پایانه» جګړو پای ته رسولو او د امریکایي پوځ لا غښتلي کولو ته خپله ژمنتیا څرګنده کړې او په خبره یې، خوښ دی چې ۲.۵ ټریلیونه ډالر يې په پوځ پانګونه کړې او نوې مهمات یې ورته پېرلي.

د ټرمپ له لوري پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې درې ورځې وړاندې پنټاګان ویلي وو له پخوانۍ پرېکړې سره سم افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر ۲۵۰۰ ته راټيټوي.

د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي توافق په اساس، ټول بهرني ځواکونه باید د روان میلادي کال د می میاشتې تر نیمایي پورې له افغانستانه ووځي.

ټرمپ چې د بهرنیو جګړو سخت مخالف وو، د خپلې واکمنۍ په مهال یې ټینګار درلود چې افغانستان کې باید د امریکایي ځواکونو حضور صفر ته راټيټ کړل شي.

نوموړي اوس د ډيموکراټانو نوماند «جوبايډن» ته ټاکنې بایللي دي او پنځه ورځې وروسته به سپينه ماڼۍ پرېږدي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx