افغانستان

غزني کې د کمانډو عسکرو په ګډ مرکز د موټربم درنه چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۶ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د ملي اردو او کمانډو عسکرو په ګډ مرکز موټربم چاودنه کې ویل کیږي چې لسګونه عسکر مړه او ژوبل شوي دي.

دا پېښه تیره شپه شاوخوا دوه نیمې بجې د کابل ـ هرات پر لویې لارې د اندړو ولسوالۍ په ناني سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

که څه هم دفاع وزارت په دغه موټربم برید کې د یو باروړونکي موټر د چلوونکي د وژلو او ۷ عسکرو د ټپي کېدو خبر ورکوي؛ خو طالبانو ته نیږدې سرچینې بیا په دغه موټربم چاودنه کې له ۶۰ د زیاتو دولتي عسکرو د وژلو او ګڼو نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

دفاع وزارت دغه راز د نښتې په ترڅ کې د ۸ طالبانو د وژلو ادعا هم کوي، د کومې ادعا په هکله چې طالبانو تراوسه غبرګون ښودلی نه دی.

د غزني د ولایتي شورا مشر نصیراحمد فقیري وايي، چاودنه دومره زوروره وه چې د غزني ټول ښار یې لړزولی او په خبره یې ښايي د دولتي عسکرو تلفات هم زیات وي.

ویل کیږي چې دا برید له باردو ډک یو هاموې ټانګ په وسیله ترسره شوی او له چاودنې وروسته په نښه شوي مرکز باندې وسله وال برید هم  ترسره شوی.

له بل پلوه د غزني د امنیه قومندانۍ ویاند احمدخان سیرت وايي، طالبانو تیره شپه د غزني ولایت مرکز، جغتو، ده یک، قره باغ او اندړو ولسوالۍ په استقامتونو کې د دولتي عسکرو په مرکزونو پنځه لوی بریدونه کړي چې د نوموړي په خبره په شا تمبول شوي دي.

طالبانو تراوسه په غزني ولایت کې د تیرې شپې د بریدونو په هکله رسما څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

ډیر ښه ، همدغه د استشهادی زمریانو د وینو برکت دی چه امریکایی د ناتو سره په ډونکو کړه الله ج دی لا بریاوی ورپه برخه کړی .
لا په نره ژوند که څه هم څو ګړی وی شرف لری د بی عزتی تر هغه ژوند چه زر کاله او هغه هم په سپینه مآڼی ، کریملین او لا په ارګ کی وی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x