
صالح: افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ماموریت بشپړ شوی نه دی
نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۶ مرغومی، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي توافق په اساس له هیواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده؛ د کابل حکومت د مشر لومړی مرستیال «امرالله صالح» وایي، امریکایي ځواکونو په افغانستان کې پیل کړی ماموریت پای ته رسولی نه دی او ددوی له وتلو سره به جګړه ښايي نوره هم پراخه شي.
صالح له «بي بي سي» سره په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې امریکایي ځواکونو خپل هغه ماموریت چې نوولس کاله وړاندې يې پيل کړی وو؛ نه دی بشپړ کړی او اوس که هغوی له افغانستانه ووځي، په دې بې ثباته هیواد کې به د جګړې کچه نوره هم لوړه شي.
نوموړي د طالبانو او امریکا تر منځ مذکرات د «ترهګرو-امریکا» تر منځ خبرې بللي دي او په خبره یې، سره له دې چې له هغوی سره مذاکرات په خپل ځان کې بد کار نه وو؛ خو دا چې د ټرمپ ادارې طالبانو ته ډېر امتیازات ورکړل، دا یوه ستره تېروتنه وه.
صالح د امریکا له مرستو د مننې تر څنګ ځان د امریکا ملګری او متحد بللی ا وهغوی ته یې مشوره ورکړې، چې باید پر طالبانو باور ونکړي «زه د یوه ملګري او متحد په حیث امریکایانو ته مشوره ورکوم، چې له یوه تائیدي میکانیزم پرته پر طالبانو باور کول به یوه ستره تېروتنه وي.»
د صالح له لوري پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي توافق په اساس له هیواد ه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او دمګړۍ افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر د تېرو نوولسو کلونو په پرتله په تر ټولو ټيټه کچه کې دی.