توبیاس ایلووډ: افغانستان دې اته برخې شي

د بریتانیا د پارلمان غړی توبیاس ایلووډ وايي چې په افغانستان کې د ټاکنیزو ستونزو حل یوه لاره دا هم ده، چې دغه هېواد دې په اتو برخو ووېشل شي.
له کابله خپرېدونکې ویسا ورځپاڼې د نوموړي وکیل دغه خبر خپور کړی دی او يلي يې دي، چې ایلووډ خپل دې پلان ته (C) نوم ورکړی دی. ځکه چې د افغانستان لپاره د بن کنفرانس (A)پلان بلل کېږي.
تر دې وړاندې د (B) پلان په هند کې د امریکا پخواني سفیر (رابرت بلک ویل) له ځان سره درلود، چې تېر کال افشا شو. نوموړي افغانستان په دوو برخو وېشه.
د ایلووډ د پلان له مخې باید افغانستان په اتو لویو زونونو وویشل شي چې په هرزون کې به بهرني ملګري بشپړ مستقیم لاسوهی کولای شي. د نوموړي د پلان له مخې افغانستان باید په کابل، کندهار، هرات، کندوز، مزار، خوست، بامیان او جلال اباد وویشل شي. ایلووډ وايي په دې توګه به راتلونکی ولسمشر له ځان سره لومړی وزیر هم لري او هم به مثلاً په مزار کې روسان او المانیان او په هرات کې ایران او فرانسه نېغ لاس وهلای شي.
د ده د پلان له مخې په هېواد کې باید د ملي اردو شمېر راکم شي او که چېرته حامد کرزی د ده د پلان پلوی واوسي نو هغه به د بلې دورې د مشرکېدو چانس هم ولري.
دا په داسې حال کې دی، چې افغانان په هیڅ ډول د خپل هېواد تجزیه نه مني، که څه هم ځينې سیاسي شنونکي په دې اند دی چې په دې وروستیو کې د ټاکنو د دواړو نوماندانو ترمنځ لانجې او کړکیچ د یو منظم پلان له مخې په مخ وړل کېږي. چې د پښتنو له لوري اشرف غني احمدزی او له بل لوري عبدالله عبدالله د دې پلان د تطبیق کرکټران دي. د دوی په وینا همدې تمثیلي ناندریو هېواد تر دې اندازې بې کسه معرفي کړ چې اوس د پردي هېواد یو وکیل هم د افغانستان د تجزيې پلانونه جوړوي.
د سیاسي شنونکوله نظره د پردې ترشا دواړه نوماندان پخپلو کې سره جوړ دي او د رسنیو پرمخ ناندرۍ یواځې بهرنۍ مداخلې ته لاره جوړوي، چې پر اساس يې باید دتجزيې پلانونه عملي شي.
له بلې خوا ځينې مبصرین پر دې اند دي چې د روسانو له وتلو وروسته هم په خپل منځي شخړو کې د هېواد د تجزيې پلان د طالبانو په راتګ شنډ شو. اوس هم عام ولس داسې انګېرې چې د هېواد له بحراني حالته د وتو لپاره يو داسې چاته اړتیا ده چې نه د عبدالله عبدالله، نه د اشرف غني احمدزي او نه هم د امریکا پلوي واوسي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د