افغانستان

د ملي امنیت په بند کې د وکیل عزت الله بیک د وژلو پېښه څېړل کیږي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۶ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د غور ولایت مرکز فیروزکوه کې د ملي امنیت عسکرو لخوا د ولایتي شورا وکیل حاجي عزت الله بیک ابراهیمي د نیول کېدو او وروسته په مرموزه توګه د وژنې قضیې د څیړلو په موخه د ملي امنیت شورا د څیړنیز پلاوي د ګومارلو اعلان کړی دی.
د ملي امنیت شورا نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د غور د ولایتي شورا وکیل حاجي عزت الله بیک او د ملي امنیت یو عسکر له وژلو څخه یې خبر ترلاسه کړی دی.

خبرپاڼه وايي، د کابل حکومت د مشر اشرف غني په لارښوونه یې  د پېښې د څیړلو په موخه د ملي امنیت شورا د سر مفتش محمدحمید طهماسي په مشرۍ یو هیئت ګومارلی ترڅو غور ولایت ته سفر وکړي او د پېښې ټول اړخونه روښانه کړي.

تردې وړاندې د ملي امنیت عمومي ریاست پرون د پنجشنبې په ورځ ناوخته په یوې خبرپاڼه کې ویلي ؤ، چې د غور ولایت مرکز فیروزکوه کې یې د هدفي وژنو په تور د ولایتي شورا د حاجي عزت الله بیک د نیولو هڅه کوله چې د نوموړي له مقاومت سره مخ شوي او نښته رامنځ ته شوې ده.

که څه هم ملي امنیت په دغې نښته کې د ملي امنیت د یو عسکر د مړینې او د عزت الله بیک د درې ساتونکو د ټپي کېدو ترڅنګ د ښاغلي بیک د نیولو خبر ورکړی ؤ؛ خو څو ساعته وروسته یې د نښتې پرمهال د نوموړي د وژل کېدو خبر رسنیز کړ.

ملي امنیت ادعا کوي چې وکیل عزت الله بیک د ولایتي شورا د مرستیال عبدالرحمن عطشان پر موټر د چسپکي ماین او د غور غږ راډیو د مشر بسم الله عادل ایماق د ترور پېښو کې ککړ دی.

له بل پلوه د وکیل عزت الله بیک د کورنۍ غړي او سیمه ییزې سرچینې بیا د ملي امنیت دغه ادعا بې  اساسه بولي او وايي، چې د ملي امنیت عسکرو په بندیخانه کې له سختو شکنجو وروسته هغه په مرموزه  توګه وژلی دی.

د وکیل «بیک» کورنۍ دغه راز وايي، چې د ملي امنیت ځواکونو د وکیل بیک درې ساتونکي هم وژلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د غور د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر نیک محمد نیکزاد هم رسنیو ته ویلي ؤ، چې د ولایتي شورا وکیل عزت الله بیک او ملي امنیت د عسکرو ترمنځ نښته کې د ملي امنیت یو عسکر وژل شوی او په ځوابي ډزو کې د عزت الله بیک د ساتونکو د ټپي کېدو ترڅنګ ښاغلی بیک د ملي امنیت عسکرو لخوا ژوندی نیول شوی دی.

په ورته مهال فیروزکوه ښار کې اوس امنیتي حالت ترینګلی ښکاري او مهمو ځایونو کې د ملي امنیت او صفر یو قطعې اضافي عسکر ځای پرځای شوي دي.

ددې ترڅنګ د ملي امنیت شورا د غور له ولسونو غوښتنه کړې چې له صبر او حوصلې څخه کار واخلي او د څیړنیز کمیسیون پایلو ته منتظر شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x