افغانستان

طالبانو کندوز کې پر ۲۱۷ پامیر قول اردو هوايي برید کړی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۶ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د کندوز ولایت امنیتي سرچینې وايي، طالبانو نن د جمعې په ورځ شاوخوا لس بجو راهیسې په دې ولایت کې د ۲۱۷ پامیر قول اردو په هوايي ډګر هوايي بریدونه ترسره کړي، چې تراوسه هم روان دي.

یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، طالبانو د دوو پیلوټه الوتکو په مرسته دغه بریدونه ترسره کړي، چې له امله یې تردې دمه د دولتي عسکرو یوه جنګي چورلکه ویجاړه شوې او ګڼ نور مالي زیانونه هم اووښتي دي.

سرچینې د ځاني تلفاتو په هکله بې خبري ښودلې؛ خو زیاتوي چې د پامیر قول اردو د هوايي دفاع ځواکونه هڅه کوي د طالبانو بې پيلوټه الوتکې نسکورې او له منځه یوسي.

طالبانو تردې دمه ددغو بریدونو په هکله څه نه دي ویلي، خو  تردې وړاندې یې د دولتي عسکرو پر ټولو هغو مرکزونو او اډو د برید خبرداری ورکړی ؤ، له کومو څخه چې د ملکي خلکو کورونه او عامه تأسیسات بمبار او تر توپچي بریدونو لاندې نیول کیږی.

دا په داسې حال کې ده چې څو میاشتې مخکې هم طالبانو د بې پیلوټه الوتکو په ورته برید کې د کندوز ولایت مقام په نښه کړی ؤ، چې له امله یې ۱۵ تنه د والي ځانګړي ساتونکي مړه او ژوبل شوي وو.

که څه هم د دولتي عسکرو په سترو مرکزونو او قول اردوګانو د طالبانو ډله ییز بریدونه یو معمول دی؛ خو دا لومړی ځل دی چې طالبان د بې پیلوټه الوتکو په مټ دولتي عسکرو د قول اردو هوايي ډګر تر برید لاندې نیسي او الوتکې ویجاړوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

اوس نو په خیر سوچه د امریکا عسکر جوړیږی چی پس له سولی به مو له داعش سره خا مخا مخامخ کوی.

ااحاج استاذ بیانزی

له هری موثری وسیلی چه د کابل د غلامانو او اشغلګرو په ضد تر کار اخستل کیږی باید واخستل ، زه نه پوهیږم چه مجاهدینو دغه الوتکی د غنیمت ، ازاد مارکیت او که چا ورسره لاس اړونه کړی شه کار دی خو تر ټولو ښه به یی داوی که خپله یی هم جوړی او ویی کاروی که خپله جوړول یی ممکن نه وی د دغه الوتکو دپاره دیر مصون ځایونه جږړ کږی چه د دین او وطن دښمنان یی ترصد او تخریب نه کړی. بل وړاندیز : که دهغو پخوانو مقناطیسی ( ستینګڼ ) په هره وسیله چه وی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x