روغتیا

نوې څيړنه: له کرونا روغ شوی کس تر پنځو مياشتو بيا نه پرې اخته کيږي

نن ټکی اسيا (جمعه، ۲۶ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د برتانيا يوې نوې څيړنې ښودلې چې له کرونا ناروغۍ روغ شوی کس لږ تر لږه تر پنځو مياشتو بيا پر دغې ناروغۍ نشي اخته کېدلی.

د برتانيا څيړونکو د يوې څيړنې په پايله کې چې د عامې روغتيا ادارې له لوري خپره شوې څرګنده کړې، هغه کسان چې په کوويډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي وي د هغو په پرتله چې بلکل پر دغه ناروغۍ نه دي اخته شوي ۸۳ سلنه يې تر پنځو مياشتو بيا پر ياد ويروس نه اخته کيږي.

خو په عين حال کې څيړونکو خبرداری ورکړی، ځينې کسان چې د دوهم ځل لپاره په کوويډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي وي کولی شي نورو ته دغه ويروس خپور کړي.

پروفيسرې سوزان هوپکينز چې د يادې څيړنې مشري يې کوله ويلي، د څيړنې پايلې هڅوونکي دي.

نوموړې زياته کړه، کرونا ويروس له اټکل او ويرې زياته موده خپور شو، خو له ناروغۍ ښه کېدل له ويروسه د بشپړ خلاصون په معنا نه دي.

هغې زیاته کړه، دا مسله په ځانګړي توګه هغو خلکو پورې اړه لري چې پر وبا په کلکه بیا اخته شوي، حتی پرته له دې چې ورته نښې په کې څرګندې شي- که څه هم دوی ته زيات خطر نه لېدل کيږي خو بيا هم کولی شي نورو ته ويروس وليږدوي.

د نوموړې په وينا، اوس له هر وخت زيات بايد موږ محتاط اوسو او په کورونو کې پاتې شو، تر څو خپل او د نورو ژوند ته خطر پېښ نه کړو.

د يادې څيړنې له مخې برتانيا کې د ۲۰ زره کارکوونکو معاينات ترسره شوي، په دوی کې هغه چې بدن يې له انټي باډي خالي شوی و پخوا په ناروغۍ نه وه اخته، خو په ۳۱۸ کسانو کې د دوه ځل لپاره ويروس موندل شوی دی. په هغو کسانو کې چې بدن يې انټي باډي درلودل د ۶۶۱۴ له مخې يوازې ۴۴ کې کسانو دوهم وار ويروس موندل شوی.

د لیسټر په پوهنتون کې د ویروس ماهر، ډاکټر جولین تانګ وايي، پایلې د روغتیا پاملرنې کارمندانو ته ډاډ ورکوي. نوموړی زياتوي، امکان لري چې د کوویډ-۱۹ څخه له رغېدو وروسته د واکسین اخیستل «طبیعي معافیت ته وده ورکړي»، او دا موږ په موسمي واکسینو کې هم ګورو.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x