افغانستان

لوګر: ځانګړو ځواکونو يو ديني عالم پخپل کور کې وژلی

نن ټکی اسيا (جمعه، ۲۶ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د ځانګړو ځواکونو له لوري د علمي، روحاني او ټولنيزو شخصيتونو د وژنو د لړۍ په دوام يو ځل بيا دغو ځواکونو په لوګر ولايت يو ديني عالم وژلی دی.

راپورونه وايي چې د لوګر ولايت محمداغې ولسوالۍ په زرغون ښار کلي کې د مولوي نسيم احمدزي په نامه يو تن ديني عالم د ځانګړو ځواکونو له لوري پخپل کور کې وژل شوی دی.

د سيمې د خلکو په وينا مولوي نسيم احمدزی چې په ياده ولسوالۍ کې د شمس المدارس په نامه د يوې ديني مدرسې استاد او امام و؛ پخپل کور کې د ځانګړو ځواکونو لخوا وژل شوی دی.

مولوي نسيم احمدزی تر دې وړاندې هم دوه ځله د ځانګړو ځواکونو له لوري نيول شوی او زندانی شوی و چې د کوم جرم نه لرلو له امله بېرته له زندان څخه خوشې شوی و.

د يادونې وړ ده چې تېرکال هم د وژل شوي ديني عالم يو بل ورور«محبت خان» ځانګړو ځواکونو په خورا وحشت سره وژلی او له روان رينجر موټر څخه يې غورځولی و.

بايد وويل شي چې په دې وروستيو کې د هيواد په بېلابېلو سيمو کې ځانګړي ځواکونه ځينې بانفوذه، علمي او ټولنيز شخصيتونه په نښه کوي او پخپلو کورونو کې يې په شهادت رسوي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

مهمه نه ده چه هغه ګناهکار او هغه بل بیګناه وو، له غلامانو غیره هر سړی افغانستان کی افغان او مسلمان وی هغه ګناهکار دی ، صرف د وژلو او شکنجه کولو جلا جلا وسیلی او جلا جلا وختو کی یی وژنی . که دا د مجاهدینو طاقت نه وی ، نو لا به د افغانیت او اسلامیت به لاس په سر کیدلی کنه ټول مسلمان افغانان به وژل کیدل مګر د الله ج رحم دی چه مونږ ته یی د طالبانو په شان زمریان په برخه کړی . هر څه مرګ لری دغه مجموعی ژوند هم مرګ لری ،… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x