افغانستان

قهرجنو لمونځ کوونکو په کندوز کې د یوې محلي رادیو سامان آلات ویجاړ کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۶ مرغومی، ۱۳۹۹ل): قهرجنو لمونځ کوونکو نن د جمعې په ورځ په کندوز ښار کې د یوې سیمه ییزې رادیو سامان آلات له دې امله مات کړي، چې د لمانځه وخت کې یې موسیقي او فحش نشرات کول.

دا پېښه نن د جمعې په ورځ ماسپښین یوه نیمه بجه د کندوز ښار لومړۍ امنیتي حوزې اړوند فیروز کوهي مسجد ته څېرمه هغه مهال رامنځته شوه، کله چې قهرجنو لمونځ کوونکو د «زهره» په نوم ایف ایم رادیو پر مرکز برید وکړ.

د زهره رادیو مسئول مدیر محسن احمدي احمدي وايي، د فیروز کوهي جومات ملا امام او لمونځ کوونکي وروسته له هغه په قهر شول، چې د جومات لاسپیکر له آواز سره د موسیقي آوازونه یوځای شول او د لمونځ کوونکو توجه یې «اخلال» کړه.

نوموړی زیاتوي، د قهرجنو لمونځ کوونکو په دغه برید کې ځاني زیان نه دی اووښتی؛ خو د رادیو زیاتره وسایل او سامان آلات یې ویجاړ کړي دي.

محسن احمدي دغه راز ادعا کړې چې ددوی رادیو له سهار ۹ بجو څخه تر یوې بجې پورې بنده وه او د لمونځ کوونکو د برید پرمهال یې تازه نشرات پیل کړي وو.

په ورته مهال د سیمې یو شمېر اوسېدونکو رسنیو ته ویلي، چې ددې رادیو له مسئولینو یې په وار وار غوښتنه کړې وه، ترڅو د لمانځه په وخت کې خپل نشرات معطل کړي، ترڅو د لمانځه جریان اخلال نه کړي؛ خو په خبره یې د رادیو مسئولینو یې خبرو ته غوږ ونه نیو.

د خلکو په خبره نن د جمعې په ورځ د لمانځه پرمهال چې کله ملا امام خطبه تلاوت کوله، په لاسپیکر کې د زهره رادیو ستیشن نشرات چې له موسیقي سره مل ؤ، د جومات په لاسپیکر کې واورېدل شوه، د جومات د ملا امام او لمونځ کوونکو غوسه یې راوپاروله.

د ځايي خلکو په خبره د جمعې له لمانځه وروسته یو شمېر قهرجن لمونځ کوونکي د رادیو دفتر ته ننوتلي او هلته یې د موسیقۍ ځینې وسایل او آلات مات کړي او نور چاته یې تکلیف نه دی رسولی.

د زهره په نوم رادیو چې په کندوز ښار او شاوخوا سیمو کې د ایف ایم په څپو اورېدل کیږي، د خلکو په خبره د خبري سرویس ترڅنګ موسیقي او فحش غزلې هم خپروي، چې تردې وړاندې هم څو ځل د خلکو لخوا ورته د لمانځه پرمهال د نشراتو بندولو وینا شوې وه؛ خو د رادیو مسئولینو د خلکو غوښتنه بابیزه ګڼلې وه، چې له امله یې نننۍ پېښه رامنځته شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

یاره تاسی یی بیا دومره ورپسی اوږده کړی فحش نشرات یی کول، فحش نشرات لا پسی څه وی؟ د رادیو د نشراتو صفحی هر وخت د مساجدو له لودسپیکر سره یو ځای کیږی بیا هر هغه څه چی د راډیو له لارې خپریږی هماغه غږ د جومات له لودسپیکر څخه هم وځی چی ممکن دا به کومه سندره وه او بیا به خبرونه ول خو پر خلکو بده ولګیده او مولوی صیب غږ وکړه چی الله هو اکبر راځی چی دا راډیو ختمه کړو. ما په خپله څو ځله داسی صحنی په خپل جومات کی اوریدلی هغه وخت چی کابل… نور لوستل »

مجاهدد

زهره د کومی ښځی نوم دی ، دغه ښځی دغه رادیو ته څه اړه لرله د بزنسو اعلانات یی خپرول، د کوم ډول سیاسی ګوند تبلیغات یی کول او او ….. نه هیڅګله نه ، دغه رادیو په شان په سلهاوو نور تلویزونونه او رادیو ګانی دغو ښځو ته ویړیا ورکړی شوی څومره چه ډیر موزیک او هغه هم لوړ موزیک وکاروی او لا چټی چټی سندری پکی ووایی چه د ګل او بلبل میلی ګرمی کړی او لا د عاشقانو بازار ګرم کړی نو څومره چه دا کار ډیر وکړی او څومره چه یی کار موثریت ولری هغومره ډیر… نور لوستل »

غ.حضرت

که د عامو خلګو ادعا رشتیا وی او یادی راډیو د مسجد د خطبې په وړاندی مزاحمت را منځته کړی وی او دا خبره هم رشتیا وی چی خلګو څو ځلی د راډیو له مسئولینو غوښتی وی چی په ټاکلو وختونو کی خاصه پاملرنه ولری نو دا خو نه یوازی د عامه فرهنګ په وړاندی ګوستأخی ده بلکه د وولسواکی قوانینو څخه سرغړونه هم ده البته د خښمګینو احتجاج کوونکو ئې بیا هم کور ودان چی د راډیو د دستګاه مکروفون ئې د راډیو د مسئول د شا په جیب کی نه ور کېښود. امّا یوه خاطره: څو څلوېښت کلونه… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x