نظــر

د تاریخ یوه پاڼه؛ د عطف ټکی

عبدالغفار سربڼ

تاریخ یواځې د پېښو د ثبتیدلو کومه تذکره نه ده بلکه چاته چې وغواړي د عبرت له پاره زدکړه او پوهنه ده.
زمونږ د هیواد تاریخ له پيښو او داسې حوادثو چې په هغو کې عبرت وي؛ زښت زیات موړ او ډک دی. خو کله بیا ځینې پېښې داسې ارزښتناکې او مهمې وي چې د قومونو او ولسونو راتلونکی ژوند او شتون بدل کړي.

دا د هر ولس سره څو څو ځلې پېښ شوی، بیلګې یې زیاتې دي، خو زمونږ په هیواد کې زه يوې هېرې شوې پاڼې ته اشاره کول غواړم.
ګوندې دا اشاره د ځینو خلکو يوې پوښتنې ته ځواب برابر کړي.

نن سبا دا سوال کیږي چې کله یرغلګرو سره جګړې کیږي نو له هغو افغانانو سره چې کلمه وایي او له هغوی سره ملګرتیا کوي ولې جهاد کول روا ګڼل کیږي؟

ماته ښکاري چې امارت اسلامي ددغه جهاد د جواز په باب کافي او پوره شرعي او حکمي او مسنونه دلایل وړاندې کړي دي.
ما ویل چې زه دا لاندې پېښه د تاریخي قرینې او حجت په توګه په یاد راولم، ګوندې وطنوالو ته د زړه تسل شي.

لیکل شوي چې پر ایران او خراسان صفویانو پاچاهي چلوله، د ایرانیانو په زور شیعه کول روان وو او مذهبي تبعیض، ظلم او جبر خلک په فغان رسولي وو.

افغانستان کې د ژبني او ثقافتي اشتراک له سببه د صفویانو  طرفداران په زیاتېدو وو خو سره له هغې له لسو ځلو زیات  د دوی په خلاف پاڅونونه په شدت او قوت روان وو.

صفویان مجبور شول چې د مسلمان په سيمه «افغانستان» کې عیسوي ګرجستاني سرلښکر وټاکي او بیا هم دی د قندهار حاکم مقرر کړي؛ دا شخص ګورګين  نومي ګرجستانی حاکم و.

صفویانو دربارز په پيسو مین ملایان را پيدا کړي وو او دغو ملایانو  د شرعي احکامو پر بنا دا خبره بیا بیا پاڅون کونکو ته کوله چې صفوي پاچا کلمه ویونکي مسلمان اولامر او حاکم دي نو د مسلمان امیر په خلاف خروج او پاڅون حرام دي، دیني جواز نه لري.

سره له دې چې پاچا شیعه وو او د شیعه مذهب له مخې د حاکم په خلاف درېدل په معینو شرایطو کې جایز دي خو دوی په چل ول مسنونه شرعه د شیعه پاچا له پاره حجت ګرځولی وو.

افغانانو سره له دې ډېر ځلې ایرانیان مات کړل خو دا وخت پخپله افغانستان کې حاکم نه و موجود لکه دا نن هیواد د څو حاکمانو او ملکانو په مینځ کی متفرق و، هر ملک ځانته حکم چلاوه.
نو ځکه د ولس جد وجهد نتیجه نه ورکوله.

ملکانو له ایراني صفوي روافضو  نه مالي مرستې تر لاسه کولې او ددغه رشوت او تطمیع په مقابل کې یې پر ولسونو روان ظلم منلی و، خو د خلکو زغم له حد نه وتلی و.
په نور و سیمو کې خانانو ګذاره کوله، دوی ته خپله چوکۍ او حکومت له دین او خپلواکۍ نه مهمه وه؛ خو قندهار بیله او جلا خاوره وه.
دلته صفویانو ډېرې ځاني او مالي خسارات او ماتې وزغملې، مجبور شول چې  کندهار کې د صفویانو له ټولو زړه ور او زغره ور او چمتو فوج چې ټول د ګرجستان وو ځای په ځای کړی. دا فوج هم له شبخون او استشهادي بریدونو سره مخ و.

قندهار کې داسې یو مشر پيدا شو چې پر رحمن او دین مین وو او د الله لار کې حاضر وو چې له دنیا او د هغې له زینت او نعمت نه  تیر شي.
دا شخص میرویس خان د هوتکو له ټبره وو، دی د دیني عالم او مدبر مشر په توګه کافي په شهرت رسیدلی وو.
هاند چې صفوي دربار او حجاز او عراق هم دده پر امانت او امامت خبر شوی وو. ګرګین ته د صفوی دربار له خوا ډیر ځلې دا امر شوی وو چې د قندهار د ادارې او تنظیم له پاره له ده نه مرسته وغواړي؛ ګرګین هم دا کار کاوه.

میرویس خان ته اوس یوه غوټه او مسئله مخې ته پرته وه، له یوې خوا ظلم او د ریایي او هغو عالمانو غلط تعبیر له دیني نصوصو نه کوم چې دوی د پيسو او زرو په بدل کې ابداع کړی وو او له بلې خوا شرعي دیني فریضه او د خپلواکۍ فطري غریزه نیغ په نیغه ولاړ وو.
دۀ ته غټ دیني او ولسي مسولیت ور په غاړه و. دۀ باید د الله د شرعې په برابر کې او د هغه د مخلوق په مخ کې خپله غاړه خلاصه کړې وای.
نو ده ددغې فریضې د حل له پاره د الله د کور د زیارت او حج نیت وکړ او په ډېره سختۍ یې صفوي دربار نه اجازه تر لاسه کړه.

هغه وخت خلکو حج ته ځمکنی سفر کاوه، له کوره تر د الله کور پورې تر هغو چې ممکنه وه له دیني عالمانو سره یې وکتل، دا خپله غوټه او پوښتنه یې له دوی سره وڅېړله او هر ځلې د دۀ ته وویل شول چې د دوی  پاڅون او خروج  کوم شرعي مانع نه لري. ځکه ده په ډیره هوښیارۍ دا خبره ورسره غبرګه کړې وه چې حاکم پر دوی باندې ګورګين چې مسلمان نه دی حکم چلوي او ظلم هم روان دی او د شرابو او فساد بازار  هم تود ساتي.

تر هغو چې مکې معظمې ته رسیده دۀ ته ځواب پر لاس ورغلی و، نو کله چې د قندهار د حالاتو قصه یې د الله د کور او د کعبې مبارکې عالمانو ته وکړه او هغوی دده پر استدلال چې حاکم پر دوی د صفوي پاچا له خوا یو ګرجي غیر مسلمان ټاکل شوی فساد او ظلم ورسره راغلی نو لاندې فتوی یې له هغوی نه تر لاسه کړه:

د غیر مسلمان حاکم په خلاف جهاد فرض دی، سره له دې چې د کلمه ویونکي امیر  یا باچا له خوا ټاکل شوی وي، نو که نوموړی باچا ددغه حاکم مرستې ته درومي د هغه په خلاف جهاد هم کوم شرعي مانع نه لري.
که د پاچا او حاکم په پوځونو کې مسلمانان د مجاهدینو له خوا وژل کیږي پر مجاهدینو کوم تاوان او مسولیت نه شته، د هغو حساب الله ته حواله دی.

د افغانستان په تاریخ کې دا پيښه ډیره ستره حادثه وه .همدا د عطف ټکی و، د افغانانو په ټول ژوند کې او په تاریخ کې.

باقي حوادث دلته له دې بحث نه بهر دي.
ګرګین مات شو، صفویان مات شول، اصفهان کې هوتکیان حاکم شول…

نن ورځ که حقیقي حاکم د ناټو جنرال وي، خو د خلکو د غولولو لپاره یې افغان پر چوکۍ لکه نانځکه کښينولی وي، خو امر او نهې مه کوه، امریکایي سرلښکر  مخکې وړي او په دې حقیقت افغانان نور مسلمانان حجاز او عراق او شپږ  وچې خبرې دي نو ایا بیا هم ددغه جد وجهد په کولو او نه کولو کې شک شته؟

د کمرې مخ کې د میرویس بابا پګړۍ پر سر وړل د کمرې شاته  په هغې خپله پزه پاکول خو د بابا د پښو پر پل ریشخند وهل او ملنډې کول خو د واک لپاره د ظالم بهرني یرغلګر خدمت کول حقیقت کې د بابا د وصیت خلاف عمل کول په کوم کتاب  کې راغلي او کومه پښتو او پښتونولي ده؟

له دیني راسخو عالمانو عذر غواړم که د دنیا پرستو عالمانو لفظ مې ېاد کړی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

مننه بارک الله , دا یو حقیقت دی چی اوسنی رژیم د اسلام او مسلمانانو پر ضد یوه کفرې پروژه ده , او دا پروژه د یهودو او نصاروو په وینو اباده شوی ده , ایا یهودیانو او نصاراوو د اسلام له لپاره د مسلمان د امن لپاره دلته خپلی وینی تویولی ا? او که نه د اسلام د تخریب لپاره .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x