شعـــــرونه

نازک زړونه/ محمد مهاجر

محمد مهاجر

په ستنو د غمو مو دي داغلي نازک زړونه
پـه کاڼو د جفا دي لګيدلي نازک زړونه

موږ داسې وو ساتلي له دردونو پرهارونو
په مينه محبت مو وو پوښلي نازک زړونه

بس نور خو يې هوساه کړې دا نعرې یې ربه واورې
مظلومو خويندو لپو کې نيولي نازک زړونه

پوهيږم نه د خپل عمل سزا که امتحان دی
يواځې زما، که ټول دي دردېدلي نازک زړونه

هم نه اوري، هم اوري ددې وخت داسې پاچا دی
تر سل ځله یې ډیر دي سوځولي نازک زړونه

هغه خلک آباد دي چې درمل د زړونو مومي
هغو دې و ساحل ته رسولي نازک زړونه

د زړونو سوداګره راته داسې زړۀ پيدا کړه
مُحَمَّدٌ مُهَاجِر نه دي ليدلي نازک زړونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x