افغانستان

د امریکا دفاع وزیر: د مئ تر میاشتې به ټول امریکايي عسکر له افغانستانه وویستل شي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۶ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د امریکا سرپرست دفاع وزیر افغانستان کې د امریکايي عسکرو د شمېر کمېدو ته په اشارې ویلي، چې د دوحې تړون مطابق به د مئ تر میاشتې په افغانستان کې د امریکايي عسکرو شمېر صفر ته راټیټ شي.

په کابل کې د امریکا سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دفاع وزارت(پنټاګون) سرپرست جنرال کریسټوفر سي میلر له قوله لیکلي، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ژمنې پر اساس نن په افغانستان کې د امریکايي عسکرو شمېر تر ټولو ټیټې کچې(۲۵۰۰) ته راښکته شوی او دا لړۍ به همداسې جاري وي.

په اعلامیه کې څرګنده شوې، چې په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د شمېر کمېدل د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې  توافقنامې د پلي کېدو یوه برخه ده او د عسکرو د شمېر صفر ته راټېټېدل به د روان ۲۰۲۱م کال تر مئ میاشتې پورې دوام وکړي.

په اعلامیه کې دغه راز ویل شوي چې د ټولو امریکايي عسکرو ویستل به شرایطو پورې اړه ولري؛ خو ټینګار یې کړی چې متحد ایالتونه په افغانستان کې د تر ټولو  اوږدې جګړې پای ته رسولو ته ژمن دي، د سیاسي جوړجاړي او اوربند له روانو هڅو ملاتړ کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د تیرکال فبروري میاشتې په ۲۹ مه نیټه د قطر هېواد پلازمینه دوحه کې د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې تړون له مخې تردې دمه زرګونه امریکايي او بهرني عسکر له افغانستان وتلي او ټاکل شوې ده چې راتلونکو څلورو میاشتو کې پاتې ټول بهرني عسکر هم له افغانستانه ووزي.

ددې تړون له مخې دغه راز شاوخوا ۵۰۰۰ طالبان له څرخي پله او بګرام زندانونو او ۱۰۰۰ دولتي عسکر د طالبانو له زندانونو څخه آزاد شوي او بین الافغاني مذاکرات هم پیل شوي دي.

په ورته مهال د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د تړون له وخت راهیسې پيل شوی اورکم هم په نسبي ډول مراعت شوی؛ خو لاهم په افغانستان کې جګړه دوام لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهدد

د امریکا نالیدلی حکومت ( نظم نوین جهانی ) د امریکا اصلی حکومت دی دموکرات او جمهوریت ګوندنونه یی د هیواد د سیاست د پاره استخدام کړی ، مهمه نه ده چه ترمپ او جوبایدن څومره دوستان یا دشمنان دی خو یو ګډ مخرج چه دوی سره لری دواړه به د نظم نوین جهانی د بلان ګذاری له مخی عمل کوی ، که نه ترمپ او جوبایدن په اوسنو شرایطو کی سره غوشه چاړه دی مګر د یو بل توافقنامه نشی بدلولی . ځینی به وایی چه ترمپ د اوباما د فرجام توافق د ایران سره ولی ونه منلو، هغه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x