
فلسطین: شهیدان ۹۵ او د ټپيانو شمېر تر ۶۵۰ واوښت
نن ټکی آسیا: په غزې د اشغالګرو یهودو په سخته بمبارۍ کې تر دې مهاله ۹۵ کسان شهیدان او د ټپیانو شمېر تر ۶۵۰ اوښتی.
یهودي اشغالګرو نن سهار د غزې شمال لویدیځ او لویديځه برخه کې په ولسي ځایونو بمباري کړې. راپور وايي چې په بمبارۍ کې زیات شمېر کورونو نړیدلي دي.
د الجزیرې د راپور په اساس د یهودو بې پیلوټې الوتکې د غزې په ختیځ کې یو روغتون بمبار کړی دی.
یهود وايي چې د دوی د غزې ۲۰۰ ځایونه په نښه کړي.
الجزیره د خپل خبریال له خولې لیکلي چې پرون پنجشنبه ۳ فلسطیني مسلمانان چې د قدس جهادي ډلې غړي و، په بمبارۍ کې شهیدان شوي.
همدا راز په خان یونس سیمه کې یهودي ځواکونو د یو فلسطیني په کور بمباري کړې چې په ترڅ کې ددغې کورنۍ څو غړي شهیدان او ټپیان شويدي.
د فلسطین د روغتیا وزرات وايي چې د بمباریو زیات قربانیان ماشومان او ښځې دي. په ټولنیزو وېبپاڼو کې هم د زیات شمېر ماشومانو چې عمرونه یې تر ۱۰ کلونو کم دي، انځورونه او ویډیوګانې خپرې شوي چې د یهودو په بمبارۍ کې په شهادت رسېدلي.
بل پلو د حماس مجاهدینو په ځوابي بریدونو کې د یهودو په تل ابیب ښار توغندي خوشې کړي او د یهودو په وینا ډیر مهم مرکزونه یې په نښه کړي.
تر دې مهاله د یهودو د مرګ ژوبلې په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.