افغانستان

فاریاب کې د دولتي عسکرو په توپچي ډزو ۹ ملکیانو ته مرګ ژوبله اووښتې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۶ مرغومی، ۱۳۹۹ل): سیمه ییزې سرچینې د فاریاب په المار او قیصار ولسوالیو کې د دولتي عسکرو په توپچي ډزو د یوې کورنۍ د پنځو غړو په ګډون ۹ ملکیانو ته د مرګ ژوبلې اووښتو خبر ورکوي.

د فاریاب د ولایتي شورا غړی عبدالمنان قاطع نن د جمعې په ورځ رسنیو ته ویلي، ‎د المار ولسوالۍ په «دیوانه خانه» سیمه کې د دولتي عسکرو په توپچي ډزو د حفیظ الله په نوم د یو ملکي کس ۲ ماشومان «شهیدان» شوي او د نوموړي میرمن له دوو نورو ماشومانو سره یوځای ټپي شوې ده.

د زیانمن شوې کورنۍ مشر حفیظ الله وايي، د دولتي عسکرو په ډزو کې یې دوه ماشومان(۶ کلن او ۸ کلن) شهیدان شوي، د میرمن او دوو ماشومانو په ګډون یې د کورنۍ ۳ نور غړي ټپيان شوي، چې د درملنې لپاره یې د میمنې ولایتي روغتون ته لیږدولي؛ خو د غریبۍ او بې وسۍ له کبله یې ټپیان بیرته خپل کور ته راوړي دي.

د سید حسن هاشمي په نوم د یادې ولسوالۍ یو اوسېدونکي هم تایید کړه چې د نوموړي اقتصادي حالت ډیر کمزوری دی، ځکه د کلي خلکو پرېکړه کړې چې هره کورنۍ ۵۰ نه تر ۱۰۰ افغانیو پورې مرسته راټوله کړي او د ټپیانو درملنه ورباندې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ په قیصار ولسوالۍ کې هم د دولتي عسکرو او طالبانو ترمنځ نښته کې دوه ملکیان ټپیان شوي وو او په شیرین تګاب ولسوالۍ کې بیا یوه اتلس کلنه نجلۍ ټپي شوې وه.

دا لومړی ځل نه دی چې دولتي عسکر په ملکي خلکو ډزې کوي او ملکیانو ته مرګ ژوبله اړوي، بلکې تردې  وړاندې هم د دولتي عسکرو  په توپچي او هوايي بریدونو کې ګڼو ملکیانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهدد

لویان خو خیر ، دغه ماشومانو ته هم طالبان وایی او د دوی دشمنان او د پنجاب جاسوسان دی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx