
کندهار کې د ۶ پاکستاني جاسوسانو د نیولو خبر ورکړل شوی
نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۶ مرغومی، ۱۳۹۹ل): سیمه ییزو چارواکو د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د ۶ پاکستاني جاسوسانو د نیولو خبر ورکړی دی.
د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وايي، دغه کسان پرون د پنجشنبې په ورځ ناوخته په سپین بولدک ولسوالۍ کې هغه مهال ونیول شول، کله چې له ډیورنډ کرښې دې خواته را اووښتي وو.
نوموړی زیاتوي، په نیول شوو ۶ پاکستانیانو کې ۴ تنه یې برحاله پولیس دي چې د بلوچستان ایالت چمن ښار دوو تنو ځايي اوسېدونکو په مرسته کندهار ولایت ته را اړول شوي وو.
د بارکزي په خبره نیول شوي شپږ واړه پاکستانیان ددغه هېواد د جاسوسي شبکې لپاره د استخباراتي معلوماتو د راټولو دنده ترسره کوي او بولدک ولسوالۍ ته د موټر اخیستلو په پلمه راغلي وو.
هغه وايي، یاد کسان هغه مهال د پولیسو له لوري له پيژندلو وروسته نیول شوي، کله چې هغوی غوښتل بیرته پاکستان ته واوړي.
دا لا معلومه نه ده چې د کابل حکومت چارواکي به د جاسوسۍ په تور باندې نیول شوو پاکستانیانو سره څه ډول معامله وکړي؛ خو تردې څو ورځې وړاندې په کابل ښار کې د جاسوسۍ په تور نیول شوی ۱۰ تنه چینايي جاسوسان د کابل حکومت د مشر اشرف غني لخوا وبښل شول او په یوې ځانګړې الوتکه کې خپل هېواد ته ولیږدول شول.
دا که په رښتیا هم جاسوسان وای نو شناخت کارټونه به یې نه ورسره ګرځول.
د پاکستان څخه خو د کابل غلامه اداره ډیره لویه استفاده کوی چه طالبان ورته په غلامی منسوبوی ، چه له امله خپله غلامی پټوی . دا ډول خیاطی دوی ډیر وخت کوی چه د پاکستانو کارتونه د همدی پرونی رهبرانو اخلی او د هغو سره یی نصبوی . خو که یی نیولی هم وی وی به ، افغانستان بی در او دروازه هیواد دی هر څوک پکی په اسانۍ ننوځی او راننوځی . دی بیچاره ګانو به هم رشوت نه وی ورکړی که نه دوی هم خلاصیدلی شول . مګر که دوی اوس فعاله شوی وی نو د کابل… نور لوستل »