
اندونیزیا کې سختې زلزلې ۶۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۶ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د اندونیزیا په سولاویسي جزیره کې د ۶.۲ درجې زلزلې له کبله لږ تر لږه ۳۵ تنه وژل شوي او له ۶۰۰ زیات نور ټپيان دي.
په اندوزیا کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت وايي، په ماجیني ښار کې یو شمېر کسان مړه شوي او سلګونه نور په داسې حال کې ټپیان دي چې په ګاونډي ولایت ماموجو کې هم د یو روغتون د نړېدو له کبله یو شمېر کسان هلته راګیر دي.
د زلزلې مرکز د ماجیني ښار په شمال کې ۶ کیلومتره لرې د لسو کیلومترو په ژوروالي کې د ریکټر په کچه ۶.۲ درجې ثبت شوی دی.
اندونیزیايي چارواکي وايي، ددې زلزلې له کبله تراوسه ۶۰ کورونه ویجاړ شوي او په زرګونو کسان د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوي دي.
د ژغورنې ټیمونه لاهم هڅه کوي په زلزله ځپلو سیمو کې د ټپیانو په را ایستلو بوخت دي او هغه کسان چې په سختو شرایطو کې پاتې دي، هغوی ته مرستې ورسوي.