افغانستان

خوست: د کمپاين عسکرو د يو ډاکټر په ګډون ۴ ملکي وګړي وژلي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۶ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د کمپاين عسکرو له لوري د ملکي وګړو او بانفوذه شخصيتونو د ترور په دوام دا ځل بيا دغو عسکرو په خوست ولايت کې د يو ډاکټر په ګډون څلور ملکي وګړي وژلي دي.

راپورونه وايي چې نن د جمعې په ورځ ددې ولايت سپېرې ولسوالۍ په تنګي کلي کې د کمپاين عسکرو د يو ډاکټر په ګډون څلور تنه وژلي دي.

له سيمې څخه د ترلاسه شويو معلوماتو له مخې ډاکټر سراج الدين، عبدالله، شيرنواز او ميرويس خان د تنګي په کلي کې د کمپاين عسکرو له لوري وژل شوي دي.

د سيمې خلک وايي چې وژل شوي کسان عام ولسي وګړي وو او له هيڅ وسله والې ډلې سره يې لاس نه درلود.

د يادونې وړ ده چې د کمپاين عسکر په خوست ولايت کې د امريکايي عسکرو له لوري روزل شوې ملېشه ده چې وخت ناوخت په دغه ولايت کې په خورا وحشيانه ډول ملکي خلک په نښه کوي.

په تېره نږدې يوه نيمه مياشت کې شاوخوا پنځوس تنه ملکي وګړي ددغو عسکرو له لوري په خپلو کورونو او کارځايونو کې وژل شوي دي.

بايد وويل شي چې تېره ورځ هم ځانګړو ځواکونو د لوګر ولايت په محمداغې ولسوالۍ کې د مولوي نسيم احمدزي په نامه يو ديني عالم او د مدرسې مهتمم وژلی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهدد

له غلامانو غیره د افغانستان ټول خلک طالبان او د وژلو د پاره مطلوب خلک دی حتی سیاسری ، سپینږیری او ماشومان هم ، بوټی او حیوانات هم ،

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x