افغانستان

هلمند: طالبانو د دوو قومندانانو په ګډون پنځه ویشت عسکر وژلي

د هلمند ولایت په نا ارامه ولسوالي سنګين کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ تازه نښته شوې ده.
ویل کېږي چې امنیتي ځواکونه د سنګین ولسوالي د څاروان کلا د ډبرۍ او پزکي  سیمو ته د عملیاتو په مؤخه روان و چې د طالبانو له لوري پرې بریدونه شوي دي.
دولتي مسوولین هم په سنګين کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته مني خو د تلفاتو اړوند يې څه نه دي ویلي.
د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي هم د بريدونو پخلی کړی دی او ويلي يې دي چې د دوی ملګرو نن سهار د څاروان کلا په ډبرۍ او پزکي سیمو کې په امنیتي ځواکونو بریدونه کړي دي چې د دوو قومندانانو په ګډون يې پنځه ویشت تنه وژلي دي.
د خبرپاڼې له مخې  وژل شوي اربکي قومندانان د رحماني او ولي محمد په نومونو مشهور وو.
د خبرپانې له مخې په دغه نښته کې امنیتي ځواکونو ماتې خوړلې او د څلورو کومندويي عسکرو په ګډون د شپاړلسو تنو جسدونه اوس هم په سیمه کې پاتې دي. خبرپاڼه کاږي: «په دې جګړه کې د دښمن ۲۵ تنه عسکر اربکیان اوپولیس ووژل شول چې د ۱۶ جسدونه يې چې ۱۲ یې د کومندویي عسکرو ۴ نوریې اربکیانو دي اوس هم د جګړې په ډګر کې پاتي دي.»
د هلمند په ځينو ولسوالیو کې نږدې میاشت کېږي چې پرلپسې جګړې روانې دي.
د هلمند د سنګین ولسوالي اوسېدونکي وايي چې چارواکي په رسنیو کې دروغ وايي چې هلته يې امن راوستی دی، له سنګینه ځینې کډوال شوي وګړي وايي چې که دولت د سنګین امنیت نه شي ساتلای نو له یوې مخې دې يې طالبانو ته خوشي کړي. د هلمند والي محمد نعیم بلوڅ بیا وايي چې دوی هڅه کوي چې د طالبانو تر واک لاندې سیمې بېرته خپلې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x