لیکنېنظــر

امريکايان ووځي؛ طالبان، عسکر، ولس او مطرح شخصيتونه بايد څه وکړي؟

استاد عبيدالله دقيق – کابل

د تېر کال د فرورۍ ۲۹ مې نېټې د دوحې له تړون وروسته موافقه وشوه چې امريکايي عسکر به په څوارلس مياشتو کې له  افغانستان څخه خپل ټول ځواکونه وباسي، چې له همغه تړون وروسته د بهرنيو ځواکونو د وتلو لړۍ پيل شوه او له افغانستان څخه يې د خپلو عسکرو او نظامي وسايطو ويستل پيل کړل.

د نن ورځې خبر دی چې په تېرو څه له پاسه لسو مياشتو کې امريکا او ناټو  له افغانستان څخه څه کم ۱۲۰۰۰ عسکر ويستلي دي او د تېرې ورځې (15 جنوري) پورې يې په افغانستان کې يوازې ۲۵۰۰ عسکر پاتې دي چې دا به هم د راتلونکو دوو مياشتو په اوږدو کې له افغانستان څخه وباسي چې د روان کال د اپريل تر وروستۍ نېټې به د دوحې د تړون له مخې په افغانستان کې يو امريکايي عسکر هم پاتې نه وي.

خو اوس خبره داده چې دا وطن د افغانانو ملکيت دی او داسې باشهامته بچي الله ورکړي دي چې د نړۍ هيڅ زبر ځواک يې ورڅخه هضمولی نشي، که د نړۍ لوی طاقتونه څومره هم دلته راغلي د الله تعالی په نصرت د دې ولس په مټو رانسکور شوي دي او ان شاء الله چې د وطن د دفاع لپاره به د وطن اصيل بچي هرې قربانۍ ته تيار وي.

له امريکايانو وروسته افغانستان:

اشغال يوه ډېره سپېره او بدنامه پديده ده چې هيڅ يو هېواد په کې له غم، بربادۍ، ويجاړۍ، وژنو او فساد پرته بل هيڅ نشي ترلاسه کولی او امريکايانو هم موږ ته شل کاله وروسته يو داسې افغانستان پرېښود چې په عقيدوي، اخلاقي، کلتوري او رغنيزه توګه يې سخت ځپلی او کنډر کنډر کړی دی چې بيا په پښو درول او جوړول به يې کلونه کلونه عقيدوي، فکري او اخلاقي کار او مبارزه وغواړي چې بيا د دې هيواد د خلکو په فکرونو کې د شيطان ځالې او د ديموکراسۍ فکرونه وځپل شي او ذهنونه د اسلام او عقيدې په رڼا روښانه شي.

افغانستان چې د ټولو افغانانو ګډ کور دی په هر يو لازمه ده چې تر خپلې وسې پورې يې په رغنيزه، او ټولنيزه برخه کې د ابادولو او فعاليت هوډ او عمل ولري تر څو هيواد يو ځل بيا د سيمې او نړۍ له هیوادونو سره سيال شي ، برم او دبدبه  يې يو ځل بيا پر ټولې نړۍ قايمه او دايمه واوسي.

طالبان بايد څه وکړي؟

طالبان دې  لکه څنګه يې چې د دوحې له تړون وروسته د دعوت ارشاد کميسيون هلو ځلو او فعاليتونو ته دوام ورکړی دی، دا لړۍ دې لا تيزه او چټکه کړي او د يو افغان عسکر د وژلو په ځای دې د هغوی  سمې لارې ته د دعوت ورکولو ته ارزښت ورکړي او په خپل صف کې دې ځای ورکړي او د هيواد په ابادۍ او سوکالۍ کې دې تر ې ګټه واخلي ، همدا راز هغه لوړ پوړي چارواکي چې په رښتينې توګه خپل هيواد ته وفادار وي او سابقه او تاريخ يې د غلامۍ او محکوميت په داغ دغداره شوې نه وي هغوی دې هم د خپل صف غړي کړي او په خپله سينه کې دې ورته ځای او اهميت ورکړي. او هغه څوک چې د له امريکايانو سره يې د مور وطن په سر سودا کړې ده هغوی خو هسې نه هم خپل سيوری وليد، که چېرې د پخوانيو مجرمينو او خاينانو په څېر په  خپله سزا ورسېدل ډېره  به ښه شي خو که له وطنه ورک شول او بيا خپلو شرقي او غربي بادارانو ته ورغلل، ورځي دې. ځکه چې دوی د وطن لپاره وياړ نه مګر شرم دی او بيا به يې لکه ببرک کارمل د مړ جسد ځای هم په دې مقدسه خاوره کې ونشي.

عسکر بايد څه وکړي؟

د دوحې له تړون وروسته حالات بدل شول، موږ ولیدل چې جوپې جوپې عسکر  د طالبانو ليکو ته ورغلل او يا هم له خپلو دندو لاس په سر شول او  پخپلو کورونو کېناستل، په دې وروستيو کې د کابل حکومت له دې وېرې چې عسکر يې دندې پرينږدي او د پوځ له ليکو ونه وځي، د مياشتو مياشتو او کلونو معاشونه يې پرې بند کړي دي او ځنډولي يې دي  او همدا راز  رخصتي هم نه ورکوي او هغوی هم له مجبوريته او له دې وېرې چې معاش او پیسې يې ونه سوځيږي ، هر خطر ته ځان ورکوي چې بالاخره يې يواځې ټوټه جسد په تابوت کې کورنۍ ته وسپارل شي. لکه څنګه چې حالات د بدلېدو خوا ته روان دي نو مخکې له دې چې د وطن لپاره نه مګر د دوه درې تنو سياسي هوس اخيستو کسانو لپاره خپل ژوند قرباني کړئ نور هيڅ نه دي. که تاسو سره اندېښنه وي چې طالبان د پاکستان يا بل هيواد خلک دي او د خپل وطن په زيان دي نو لږ خپلو هغو عسکرو څخه وپوښتنئ چې يا طالبانو د جنګ په ډګر کې نيولي دي او يا هم ورته تسليم شوي دي او هغوی ورسره څه ډول برخورد کړی دی.

ولس بايد څه وکړي؟

افغان مسلمان او مجاهد ولس چې له کلونو راهيسې په جنګونو او مشکلاتو  اخته دی، څلور لسيزې يې د ارام ساه نه ده اخيستې او هر وخت د يوه او بل ظالم تر جغ لاندې راغلي دي، ولس بايد تر خپل وسه د طالب او عسکر  ترمنځ او همدا راز په خپلو منځو کې د مينې محبت، سولې ، امن او ورورلۍ ژوند سره ولري او پرېنږدي چې څوک دې د هيوادوالو ترمنځ د کرکې، نفرت ، ډلې او ګوند په نامه هيوادوال سره وويشي او تقسيم يې کړي. موږ هله جوړېدلی شو چې زموږ اتحاد او اتفاق جوړ وي او پخپل منځ کې يو بل وزغمو.

علماء پوهان او بانفوذه خلک څه وکړي؟

علماء، پوهان، بانفوذه شخصيتونه او منورين بايد د روان حالت په اړه د افغانانو ترمنځ د يووالي ، مينې او سولې پيغام خپور کړي او د کرکې، نفرت او تعصب او هرهغه څه چې د هیوادوالو ترمنځ د کرکې او نفرت باعث کيږي بايد چې د هغه ډول تبليغاتو او اقداماتو مخه ونيسي او افغانان يووالي او د يو بل زغملو ته وهڅوي ان شاء الله چې بيا به مو په هيواد کې امن، د ټولو افغانانو د ګډ اسلامي نظام او خوشاله ژوند خاوندان واوسو.

د همداسې يوې ورځې په هيله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x