ورزش

پاکستان راتلونکو ټيسټ سياليو لپاره لوبډله کې ۹ نوي لوبغاړي شامل کړي

نن ټکی اسيا (جمعه، ۲۶ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د پاکستان کرکټ بورډ او غوراوي کميټې د سويلي افريقا لوبډلې پر وړاندې د راتلونکو ټيسټ سياليو لپاره د ۲۰ لوبغاړو په نوملړ کې ۹ نوي لوبغاړي شامل کړي دي‌.

د جمعې په ورځ د جنوري په ۱۵مه د پاکستان کرکټ بورډ او کرکټ غوراوي کميټې په يوه غونډه کې د سويلي افريقا کرکټ لوبډلې پر وړاندې په ټيسټ لوبډله کې حارث رؤوف، عبد الله شفيق، عمران بټ، کامران غلام، نعمان علي، سلمان علي اغا، سعود شکيل، ساجد خان او تابش خان شامل شوي.

د پاکستان غوراوي کميټې مشر محمد وسيم ويلي چې د لوبغاړو لپاره داخلي لوبې نړيوالو لوبو ته د پرمختګ او لار موندلو لپاره اساسي ډبره ده او ددې اصولو بشپړ احترام کوي.

ددې سربیره هغه لوبغاړي چې د نيوزيلاند پر وړاندې سياليو کې يې د پام وړ کارکردګي نه ده ښودلې له لوبډلې کينول شوي دي. په دې لوبغاړو کې شان مسعود، محمد عباس، حارث سهيل او ظفر ګوهر شامل دي.

د پاکستان کرکټ غوراوي کميټې وايي چې نوي لوبغاړي يې د ۲۰۲۰م کال د قايد اعظم جام او نورو داخلي سياليو کې د غوره کارکردګۍ له مخې لوبډله کې شامل کړي دي.

بايد وويل شي چې د پاکستان او سويلي افريقا ترمنځ يادې ټيسټ لوبې به د جنوري په ۲۶مه نېټه د پاکستان په کوربه توب په کراچي کې پېل شي.

پاکستان په داسې حال کې د ۲۰ کسيزې لوبډلې نوملړ کې ۹ نوي لوبغاړي شاملوي چې سويلي افريقا د يادو سياليو لپاره درې نوي لوبغاړي غوره کړي دي.

د پخوانيو لوبغاړو پرځای د نويو انتخاب په داسې حال کې چې د هغوی کارکردګي د پام وړ وي د کرکټ بريا په نښه کوي، خو د افغانستان کرکټ بورډ او غوراوي کميټې کې دغه ستونزه له پخوا راهيسې لا هم نه ده هواره شوې.

اونۍ وړاندې د ايرلينډ پر وړاندې د درې يو ورځنيو سياليو لپاره افغان کرکټ بورډ ۱۶ کسيزه لوبډله اعلان کړه، که څه هم په ياد نوملړ کې د ځينو ځوانانو نومونه شامل دي خو د زياتره پخواني لوبغاړو ګډون چې هيڅ تېره کارکردګي يې نه درلوده يو وار بيا کرکټ پوهان حيران کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x