
هرات کې نفوذي برید د ۱۳ پولیسو ژوند اخیستی
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۷ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د هرات ولایت په غوریانو ولسوالۍ کې د نفوذي برید پایله کې لږ تر لږه ۱۳ پولیس وژل شوي او نفوذي بریدګر په تېښته بریالي شوي دي.
دا پېښه تیره شپه نهه بجې د غوریانو ولسوالۍ اړوند سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې، چې د طالبانو ۳ نفوذي ملګري د سیمه ییزو پولیسو(اربکیانو) یوې پوستې ته ور ننوتلي او په پولیسو یې ډزې کړي.
د هرات د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالأحد ولي زاده وايي، په دغه نفوذي برید کې ۱۳ سیمه ییز پولیس(اربکیان) وژل شوي او نفوذي بریدګر د پوستې له وسلو او مهماتو سره یوځای د پېښې له ځایه تښتېدلي دي.
د برید مسئولیت طالبانو منلی. د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په یو ټویټ کې ویلي، چې نفوذي ملګري یې له ۱۳ میلو سره بیرته ورسره یوځای شوي دي.
#الفتح
تیره شپه د هرات ولایت غوریان ولسوالۍ د قومندانۍ سره نژدې پوسته کې ۲ نفوذي مجاهدینو ۱۲ تنه د پوستې شریر اربکیان ووژل او دوی ۱۳ میله وسله ۲ دشپې دوربینان له ځانو سره ترمجاهدینو پوري راورسول— Ahmadi (@QyAhmadi21) January 16, 2021
دا په روانه میاشت کې درېیم نفوذي برید دی چې دولتي عسکرو ته په کې مرګ ژوبله اوړي.
د روانې مرغومي میاشتې په ۱۴مه نیټه د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د طالبانو یو نفوذي بریدګر د ځانګړو ځواکونو په عملیاتي برید کې ۹ تنه کمانډو عسکر ووژل او په خپله له وسلو او مهماتو سره طالبانو ته ورغی.
له هغه دوه ورځې وروسته(۱۶ مرغومی، ۱۳۹۹ل) د غزني ولایت مرکز څلورمې امنیتي حوزې اړوند توحیدآباد سیمه کې یو بل نفوذي پولیس په خپلو برید کې ۷ تنه پولیس ووژل او وروسته طالبانو ته تسلیم شوی ؤ.
نفوذي بریدونه د طالبانو هغه جنګي تکتیک دی چې له امله یې هرکال ګڼو دولتي عسکرو او پولیسو ته مرګ ژوبله اوړي او ترڅنګ د عسکرو ترمنځ د باور او اعتماد فضاء ته سخته صدمه رسیږي.