افغانستان

هلمند کې د سرحدي پولیسو په مرکز موټربم چاودنې تلفات اړولي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۷ مرغومی، ۱۳۹۹ل): سیمه ییز چارواکي وايي، د هلمند ولایت نهرسراج ولسوالۍ کې د سرحدي پولیسو په یوې پوستې موټربم چاودنه کې لږ تر لږه ۱۸ پولیسو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

دا پېښه تیر ماخوستن د نهرسراج ولسوالۍ په «یړه» سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې له بارودو ډک یو مازدا ډوله موټر د پولیسو په تازه جوړې پوستې کې دننه چاودنه وکړه.

امنیتي چارواکو په دغه چاودنه کې د ۶ پولیسو د وژلو او ۱۲ نورو د ټپي کېدو پخلی کړی؛ خو کیدای شي د تلفاتو شمېره تردې هم زیاته شي، ځکه یو شمېر وژل شوي پولیس لاهم تر خاورو خځلو لاندې ایسار دي.

دا په داسې حال کې ده چې نن سهار د کندهار هوايي ډګر ته څېرمه د ملي امنیت په ورکشاپ او ځانګړې قطعې په مرکز هم موټربم چاودنه او ورپسې ډله ییز برید شوی، چې تردې دمه هلته جګړه روانه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x