افغانستان

کندهار کې د ۴۴۴ ځانګړې قطعې په مرکز ډله ییز بریدونه روان دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۷ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د کندهار ولایت هوايي ډګر ته څېرمه د ملي امنیت د موټرو ورکشاپ ته څېرمه د ۴۴۴ ځانګړې قطعې په مرکز له موټربم چاودنې وروسته پيل شوي ډله ییز بریدونه لاهم روان دي.

سیمه ییز چارواکي وايي، نن سهار وختي د کندهار هوايي ډګر ته څېرمه د دامان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملي امنیت د موټرو په ورکشاپ د موټربم درنه چاودنه وشوه او ورپسې یو شمېر وسله وال بریدګر د ۴۴۴ ځانګړې قطعې ودانۍ ته ننوتل.

د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند جمال بارکزي په خبره وسله وال بریدګر چې شمېر یې معلوم نه دی، تراوسه د ملي امنیت ځانګړو قطعاتو سره په جګړه بوخت دي؛ خو د اووښتو تلفاتو په هکله څه نه وايي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x