افغانستان

ولسي جرګې یو ځل بیا د ۱۴۰۰مالي کال بودیجه رد کړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۷ مرغومی، ۱۳۹۹ل): ولسي جرګې یو ځل بیا د حکومت له لوري د ۱۴۰۰م زیږدیز مالي کال لپاره چمتو شوې بودیجه رد کړې ده.

د ولسي جرګې د مالي او بودیجوي کمېسیون رییس «میر افغان صافي» وايي، بودیجه یې ځکه  د دوهم ځل لپاره رد کړې چې تېر ځل د ولسي جرګې له لوري په نښه کړل شوې ستونزې د ماليې وزارت له لوري لا هم نه دي پکې حل شوې.

یاده دې وي، چې دا دوهم ځل دی چې د حکومت له لوري چمتو شوې بودیجه د ولسي جرګې له لوري ردېږي.

تېر ځل هم ولسي جرګې ویلي وو، چې د ۱۱۳۱ ولایتي پروژو لیري کول، ۹۱ او ۹۲ کوډونو ته د میلیارډونو افغانیو ځانګړي کول او له بودیجی څخه یوه برخه د ولسمشرۍ ماڼۍ د عملیاتي واحد په واک کې ورکول د بودیجې له ستونزو څخه دي.

ورته مهال د ولسي جرګې له لوري د بودیجې رد کېدو د حکومت او یادې جرګې ترمنځ ستونزې راپورته کړې دي.

تېر ځل د حکومت مشر «اشرف غني» ویلي وو، چې پارلمان باید د حکومت د ځای نیولو هڅه ونکړي او په بودیجه کې د ستونزو لټولو په ځای بودیجه په بشپړ ډول رد او یا هم ومني.

غني ددې تر څنګ ټینګار کړی و، چې حکومت د چا په فرمایش «سلیقوې» پروژې په بودیجه کې ځایولای نشي.

د یادونې وړ ده، چې د کابل حکومت د ۱۴۰۰م مالي کال مجموعي بودیجه ۴۵۲ میلیارده او ۶۴۰ میلیونه افغانۍ وړاندیز شوې وه، چې له منځه یې ۲۹۵ میلیارده او ۸۱۰ میلیونه افغانۍ عادي بودیجه او پاتې برخه يې پراختیایي بودیجه وه.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x