ځانګړي راپورونه

واشنګټن پوسټ: ايا د کابل حکومت به روانو فشارونو ته ټينګ شي؟

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۷ مرغومی، ۱۳۹۹ل): واشنګټن پوسټ امريکايي ورځپاڼې د افغانستان روان وضعيت په اړه په يوه رپوټ کې ويلي، چې د بهرنيو ځواکونو وتلو، د سولې خبرو پېکه کېدو او د تاوتريخوالي له زياتېدو سره به د کابل حکومت روانو فشارونو ته ټينګ شي؟

ورځپاڼې ليکلي، يوه لور ته د بهرنيو ځواکونو وتل د پخوا په پرتله تېز شوي، د سولې خبرو کې شکونه او سوړ والی راغلی او د هدفي وژنو لړۍ هم ډېر زور اخيستی او په دغسې وضعيت کې داسې ګنګوسو زور اخيستی، چې اشرف غني بايد له واکه لاس پر شي او پر ځای يې د لنډمهالي حکومت خبرې کيږي.

واشنګټن پوسټ د ولسي جرګې د پخواني غړي او د سولې خبرو ګډونوال جعفر مهدوي له قوله ليکلي، چې طالبان به هېڅکله د غني حکومت په رسميت ونه پېژني، نه به په دې حکومت کې ګډون وکړي او له روان بحرانه د وتلو يوازينۍ لاره يې لنډمهالی حکومت بللی دی.

د لنډمهالي حکومت د فکر لرونکي کارپوهان وايي، د روانې کشالې تر ټولو اسانه لاره لنډمهالی حکومت دی، چې په راتلو به يې د افغانستان ۱۹ کلنه جګړه پای ته ورسيږي، خو د لنډمهالي حکومت مخالف فکر لرونکي وايي، چې دا به ستره تېروتنه وي او په تېرو وختونو کې هم د لنډمهالو حکومتونو تجربې ناکامې شوي دي.

په کابل کې د امريکا سفارت شارژدافير راس ويلسن ويلي، واشنګټن په افغانستان کې د لنډمهالي حکومت سپارښتنه نه کوي.

واشنګټن پوسټ د ویلسن له قوله ليکلي، د سولې د روانو خبرو پایلې له افغانانو پورې تړاو لري او واشنګټن غواړي، چې دا خبرې د افغانانو له هيلو سره سم پای ته ورسيږي.

ورځپاڼه وايي، د کابل حکومت له پخوا هم کمزوری دی او د تېر کال د فبرورۍ په ۲۹مه د دوحې تړون له مخې د پنځو زرو طالب بنديانو د خوشې کولو سره نور هم کمزوری شو.

د امريکا دفاع وزارت ويلي، د کانګریس له هوکړې وروسته او د دوحې تړون له مخې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو شمېر د پخوا په پرتله ډېر کم شوی او اوس يوازي ۲۵۰۰ امريکايي عسکر په افغانستان کې پاتې دي، چې د مې مياشت تر لومړۍ نېټې پورې به يې شمېر صفر ته راښکته شي.

واشنګټن پوسټ وايي، د سولې خبرو کې شکونه، د هدفي وژنو زياتوالي او د بهرنيو ځواکونو وتلو سره به ډېره ستونزمنه وي، چې د اشرف غني حکومت روانو فشارونو ته ټينګ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x