نظــر

د ګاونډیانو سره د طالبانو نیمګړې دیپلوماسي!

دوکتور محمد عثمان تره کی

طالبان د جګړې او ډیپلوماسۍ له لارې د افغاني ټولنې د یو واقعیت په توګه  په کور دننه او د باندې وپېژندل شول، جګړه طالبانو ته په افغانستان کې دننه په سیاسي تعاملاتو کې د ننوتلو امکان ورپه برخه کړل.

د یپلوماسۍ طالبانو ته بهرني « دوفکتو » پیژندنه ورکړه. جګړه او ډیپلوماسي باید یوې بلې بشپړه کړې او په متناظر قوت پر مخ تللې وای. خو په تأسف سره باید وویل شي چې د دواړو تر منځ انډول ونه ساتل شو.
دیپلوماسي د جګړې تر اغیز لاندې راغله او د هغې نه پاکستان د جګړې قوت الظهر ځواک په حیث ګته پورته کړه، د پاکستان سیال هیواد، هندوستان حاشیې ته ولویده.

د افغانستان په جګړه کې د سیمې او نړۍ هیوادونه مستقیمه یا غیر مستقیمه برخه لري. خو په هغې کې د پاکستان او هندوستان تر منځ  د روانې شخړې او منازعې نفوذ په ډاګه احساس کیږي.
طالبان د جګړې تر الزاماتو لاندې د پاکستان سره ښې اړیکې پاللې، خو د ديپلوماسۍ له لارې پدې ندې توانیدلې چې هندوستان ته قناعت ورکړي چې طالب د پاکستان ستراتیژیک لاسوند نه دی او نه غواړي چې د هند او پاکستان په منازعه کې طرف واقع شي:

په وروستیو کلونو کې د طالبانو دیپلوماتیک پلاوي په ګن شمیرو بهرنیو هیوادونو کې پخپل نوښت یا د بل هیواد په بلنه چکرونه ووهل:
پاکستان، ایران، روسیه، چین، جاپان … د طالبانو د دیپلوماتیک استازو د مسافرتونو کوربه هیوادونه و.

خو طالبانو دا جرئت ونکړ چې د افغانستان یو لوي مرسته ورکوونکې او دودیز دوست هیواد هندوستان ( چه په وروستیو څلویښتو کلونو کې د افغانستان په وړاندې د غلطه پالیسي له مخې پوروړې هم ده ) ته ډیپلوماتیک پلاوی په لیږلو سره خپل ناپېیلتوب او سیاسی خپلواکي وښیي.

د دغه نا انډوله دیپلوماسۍ په نتیجه کې هغومره چې طالبان ځان هندوستان ته نږدې کولي نشي په همهغه اندازه هندوستان د افغانستان په سیاسي سټیج کې د طالبانو د راتک نه په ویره کې ده او په کلکه د کابل ادارې تر څنګ ولاړ دي.

نن لنډ مهاله حکومت جګړې سولې خواته او بلواکي خپلواکي لورې ته د یوازني الترنتیف په توګه تر بحث لاندې ده.
دا مهمه نده چه د لند مهاله حکومت طرح د افغانانو یا بهرنیانو له خوا وړاندې شوې.
د پام وړ ټکی داده چې د لنډ مهاله حکومت په محور باندې طالبان د جګړې په ځای سیاسي سوله يیز مشارکت پروسې ته راجلبیږي.

د نښې نښانې نه څرګندیږي چې هندوستان او ایران لنډ مهاله حکومت ( دا د سولې یوازنی واقعبینانه الترنتیف ) د پاکستان سیاسي نوښت بولي او کابل اداره د هغې په مخالفت تحریکوې. پدې ډول سوله د طالبانو د غیر متعادلې ډیپلوماسۍ قرباني کیږي.

هندوستان سره ښې اړیکې جوړول نباید د پاکستان سره د دښمنۍ په معنا تعبیر شي. هند زموږ د پیړیو دوست او پاکستان د افغانانو د مقاومت او مهاجرت د بدې ورځې میلمه پال هیواد دي.‎

واقعیت دادی چې یو سوله يیز افغانستان چه د هند او پاکستان سره ښې اړیکې ولري او د هغوی په منازعه کې یو اړخ واقع نشي د درې واړو هیوادونو په ګټه ده.

اوس هم ناوخته نده! طالبان باید هندوستان ته د یو ډیپلوماتیک پلاوي په لیږلو کې د خپل دیپلوماسۍ نیمګړتیاوې جبیره وکړي که نه د پاکستان په لاس د یو ستراتیژیک تولید په بڼه د سولې او ثبات ماموریت لرلي نشي.

که طالبان پخپل دیپلوماسي کې د انډول په تامینولو کې پاتې راشي، او په انحصاري ډول په قدرت قبضه ولګوي، په سیمه کې د قواوو ستراتیژیک انډول د پاکستان په ګته بدلون مومي.
دا د نوېو جګړو د فصلونو په یو لامل بدلیدلی شي.

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

خدای تعالی دې اوږد عمر درکړي ترکی صاحب،، دا ستاسو په لیکنه کې پروت واقعیت او تحویز د ډېرو افغانانو له لوري په بار بار طالبانو وروڼو ته وړاندیز شوي دي،،، د ښه ګومان له مخې یې ښایي په پټه اړېکې ورسره نیولې وی اما دا چې مثبته نتیجه یې ملموسه نه ده،، یو بل قدم باید اخستل شوی وای. مونږ او تاسو د پاکستان د احساناتو مرهون یاستو اما له هندوستان سره د اړیکو موضوع ته نباید لدې عینکو وروګورو. له هندوستان سره د اړیکو جوړولو هدف په اصل کې د هغوی له بالقوه شر څخه د سولې ژغورل… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x