
طالبان: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل یو ښه پرمختګ دی
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۷ مرغومی، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې تېره ورځ د امریکا دفاع وزارت «پنټاګان» په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د شمېر کمېدلو خبر ورکړ؛ طالبانو یې په غبرګون کې د امریکا له دې کړنې هرکلی کړی او د توافقنامې د عملي کېدو په برخه کې یې یو ښه پرمختګ بللی.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «ډاکټر محمد نعیم» پر ټويټر لیکلي « له افغانستان څخه د نورو امريکايي ځواکونو وتل چې پرون يې متحده ایالاتو اعلان وکړ د دوحې د توافقنامې په اړه يو عملي ګام او ښه پرمختګ دی.
بې له شکه د اسلامي امارت او امريکا ترمنځ د شوې توافقنامې عملي کیدل د دواړو هیوادونو او ملتونو په ګټه دي.»
نعیم ددې تر څنګ د طالبانو له لوري د توافقنامې د بشپړ عملي کېدو ډاډ ورکړی.
2/2 موږ له خپل اړخه پوره ډاډ ور کوو چې په توافقنامه کې خپلو کړيو تعهداتو ژمن يو، له مقابل لوري هم ورته غوښتنه لرو.
— Dr.M.Naeem (@IeaOffice) January 16, 2021
د طالبانو له لوري پورته څرګندونې وروسته له هغه دي، چې تېره ورځ سپیني ماڼۍ او د امریکا دفاع وزارت «پنټاګان» په بېلابېلو اعلامیو کې وویل، چې په افغانستان کې یې د خپلو ځواکونو شمېر ۲۵۰۰ ته راټیټ کړی.
د امریکا د دفاع وزارت سرپرست «کریسټوفرسي میلر» ویلي، د روان کال د می میاشتي تر نیمایي پورې افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د شمېر د صفر کولو په هڅه کې دی؛ خو په خبره يې، دا ګام به شرایطو ته په کتو اخیستل کېږي.
د طالبانو او امریکا توافق چې تېر میلادي کال په دوحه کې لاسلیک شو؛ په اساس یې باید ټول امریکایي او ناټو ځواکونه د څوارلس میاشتو دننه له افغانستان څخه ووځي.