ټکنالوژي

د کاروونکو له سختو غبرګونونو وروسته واټس اپ خپله تګلاره بدله کړه

نن ټکی اسيا (شنبه، ۲۷ مرغومی، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې واټس اپ په خپله پاليسي کې بدلون راوستی و او کاروونکو ته يې د حساب بندولو اخطار ورکړی و د کاروونکو سختو غبرګونونو او شبکه پريښودو واټس اپ خپلې تګلارې بدلولو ته اړ کړ.

واټس اپ د پاليسي په اړه خپل وضاحت کې ويلي چې له فېسبوک سره د کاروونکو معلوماتو شریکولو پالیسي بدلولو لپاره يې ټاکلې نیټه له ۸ فبروري څخه د مۍ مياشتې تر ۱۵مې نيټې غځولې ده.

واټس اپ دوه اونۍ وړاندې کاروونکو ته خبر ورکړی و چې تر ۸ فبروري دې ددوی نوي پاليسي ومني او د نه منلو پرمهال به خپل حساب له لاسه ورکړي‌.

واټس اپ په خپله نوې پاليسي کې ويلي وو چې د کاروونکو ځينې معلومات به له فيسبوک سره شريکوي، که څه هم دوی د کاروونکو انديښنو ته ځواب ورکړ او ددوی معلوماتو خوندي کولو ته ډاډ ورکړ خو يو شمېر کاروونکي نور پر دغه شبکه خپل شخصي معلومات خوندي نه بولي.

دا په داسې حال کې چې د واټس اپ له اعلان يوه اونۍ وروسته زرګونه کسانو د واټس اپ کارول پريښودل او د ټيلګرام، سيګنال او بيپ په څېر نورو شبکو ته يې مخه کړې ده.

په تېرو پنځو ورځو کې د ټيلګرام، بيپ او سيګنال شبکو له ۱۰-۱۰ مليونو زيات نوي کاروونکي موندلي. پورتنۍ شبکې هم د کاروونکو معلوماتو خوندي ساتلو دعوه کوي.

د واټس اپ نوي پاليسي يوازې د کارووونکو له لوري نه بلکې په حکومتي کچه هم له سختو غبرګونونو سره مخ شوې او دغه تګلاره يې په بشپړ ډول رد کړې ده.

د پاکستان مخابراتو او ټکنالوژي وزارت ويلي وو چې د واټس پرځای به ډير ژر کاروونکو ته نوی اپليکيشن وړاندې کړي، ددوی په وينا دغه اپليکيشن اوسمهال تر ازموينو لاندې دی او په راتلونکو ورځو کې به د کارونې لپاره چمتو شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x