افغانستان

کندهار کې د ملي امنیت ځانګړې قطعې پر مرکز د برید مسئولیت طالبانو په غاړه واخیست

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۷ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې د کندهار نړیوال هوایي ډګر ته څېرمه د ملي امنیت ځانګړي قطعې پر مرکز د موټربم او ډله ییز برید مسئولیت طالبانو په غاړه واخیست.

د طالبانو ویاند «قاري یوسف احمدي» رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې لیکلي، چې نن سهار د ملي امنیت پر ځانګړې قعطه لومړی یو مازدا موټر انفجار کړل شوی، او تر هغه وروسته دوه تنه بریدګر د قطعې مرکز ته چې ۲۰۰ تنه شاوخوا عسکر پکې اوسېږي؛ ننوتلي او شپږ ساعته یې له دولتي عسکرو جګړه کړې.

خبرپاڼه کې وړاندې زیاته کړې، چې په دې برید کې د قطعې د مرکز ودانۍ ویجاړه شوې او لسګونه دولتي عسکر مړه او ژوبل شوي.

د طالبانو له قوله، دا برید د حکومت د هغو بمباریو او هوایي بریدونو په غبرګون کې شوی، چې د کندهار په ارغنداب او نورو سیمو کې يې ترسره کړي او ولسي وګړي يې پکې وژلي دي.

ورته مهال د کندهار امنیتي چارواکي هم د برید د پای ته رسېدو خبر ورکوي؛ خو ادعا لري، چې هیڅ دولتي عسکر ته تلفات نه دي اوښتي؛ مګر څلور تنه برید ګر وژل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x