نړۍ

«ښاغلی طيب!» اردوګان او ماکرون د تاوتريخوالي کمولو په موخه يو بل ته ليکونه لېږلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۷ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون او د هغه ترکي سيال رجب طيب اردوګان د دوه اړخيز تاوتريخوالي د کمولو په موخه د مخامخ خبرو پيلولو غوښتنه کړې ده.

د ترکې د بهرنيو چارو وزير مولود چاوېش اوغلو ويلي، چې ولسمشر اردوګان خپل فرانسوي سيال ماکرون ته د نوي کال د مبارکۍ په موخه يو ليک لېږلی او په تېر کال په فرانسه د شوي بريد له امله يې له نوموړي سره غمرازي هم ښکاره کړې ده.

چاوېش اوغلو وايي، تېره اونۍ دوی د فرانسې د ولسمشر ځوابي ليک هم تر لاسه کړی او هغه يې يو «يو مثبت» ځواب بللی دی.

د اوغلو په وينا د فرانسې د ولسمشر ليک په ترکي ژبه «ښاغلی طیب» ټکو باندې پيل شوی و.

د ترکيې د بهرنيو چارو وزير هيله ښکاره کړې، چې ښايي په لنډو ورځو کې دواړه ولسمشران مخامخ ويډيويي خبرې هم وکړي.

انقرې او پاریس پرېکړه کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې ورغوي او د دواړو لوريو ترمنځ به په يو شمېر لانجمنو موضوعاتو ژور بحثونه وشي.

ښاغلي اوغلو ويلي، د ترهګرۍ خلاف جګړې، د سوريې او لیبيا سربېره په يو شمېر موضوعاتو د دواړو هېوادونو ترمنځ ژور اختلافات شته.

د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ منلې، چې د انقرې او پاريس ترمنځ د ليکونو تبادله شوې، خو په دې اړه يې نور جزئيات نه دي ورکړي.

د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ ويلي، دوی سترګې پر لاره دي، چې انقره د اړيکو رغولو په موخه نور ګامونه هم پورته کړي.

له تېرو څو کلونو راهيسې د فرانسې او ترکيې اړيکې ترينګلې دي، خو له تېرو څو مياشتو راهيسې دغه اړيکې نورې هم خرابې شوې او بالاخره تر داسې بریده ورسېدې، چې اردوګان د فرانسې ولسمشر د اسلام په دښمنۍ او ذهني ناروغۍ متهم کړ.

تېره مياشت هم اردوګان ويلي و، چې ماکرون د فرانسې لپاره يوه ستونزه ده او غوښتنه يې کړې وه، چې فرانسه بايد له ماکرون څخه ځان خلاص کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالروف

دلیکلو بیه نلری۔ اردوګان یعنی تش بوتل۔ له ورځی چې دی په قدرت دی ٗ مسلمانانو سره ئې دوه مخی چلن کړی۔ په درواغو کفارو سره سخت چلن وکړی بیا کرار کرار ورسره روغه کوې۔ تر څو مسلمانان خطا اوباسې۔ هیڅ مسلمان او بیا په تیره د اسلامې هیواد مشر ته دا نه ښائې چې د اسلام او مسلمانانو لومړی درجه تاریخې دښمن فرانسی ٗ بیا مکرون سره روغه او یا راشه او درشه وکړې۔

نعمت الله

جنگ شان هم جنگ زرگری خداوند جل جلا له هر دو شانرا در خون بیگناهان سوری و لیبیایی غرق کند.

الحاج استاذ بیانزی

عبدالروُف خان صاحب ډیره مننه ، هغه څه چه ما په دی اړه ویل تاسی ویلی یعنی تاسی د اردګان حو مخی په ډاګه کړی چه هم خدای او هم شیطان خوشاله ساتی

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x