شعـــــرونه

رب مې وليده د هجر  په تيارو کې/ ضعيف

عبدالسلام ضعیف

رب مې وليده د هجر  په تيارو کې
هغه وخت چې وم د ظلم پنجرو کې

د وصال او د فراق په توپير پوه سوم
خوږ احساس مې راژوندی سو په رګو کې

د خلوت قيمت مې هغه وخت معلوم کړ
چې مايوسه سوم په نورو واسطو کې

د نعمت قدر مې وپيژنده هلته
چې ملبوس سولم د وينو په جامو کې

حريت د غلامۍ حالت  راوښود
چې تړلی وم په تورو زولنو کې

د خپل ژوند انجام مې ښه راته معلوم سو
چې مې ښخ سوه ځنځيرونه په لاسو کې

غوليدل مې د اميد ټوله خوبونه
راڅرګند سوه د تحقـيق په نښانو کې

پوهنتون د تجربو مې دی په ژوند کې
درس مې ووايه په سختو فاکولتو کې

د ليسانس او ماسترۍ دورې مـې پاس کړې
دکتورا ته مې تيزيس دی په کتو کې

دا دنيا ده لوړ ختل بيرته نزول دي
امتحان د ژوند په ټولو مرحلو کې

بې وفا ده بقا نلري تيريږي
څوک بې شل نکړي د عمر په کلو کې

هوښيار هغه دی چې ځان یې پيژندلی
د عقبا توښه ليږي په عملو کې

د ضعيف عبدالسلام بريا به داوي
چې ايمان يې سي نصيب وروستی سلګو کې

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ابوهبة

اللهم صل وسلم على نبينا محمد وعلى آله وصحبه أجمعين وسلم تسليما كثيرا إلى يوم الدين عددخلقه ورضا نفسه وزنة عرشه ومداد كلماته ❤️بارك الله فيك استاذنا وبارك في علمك وشعرك وقلمك وعمرك واني والله احبك في الله❤️🌹🌷

الحاج استاذ بیانزی

ضعیف صاحب ، نوم دی کمزوری مګر نثرونه او نظمونه دی نام خدای ډیر پیاوړی دی ، پخوا دی شعرونه نه لیکل او که کتابو کی دی لیکل ډیر مو نه تر سترګو کیدل او بیا ستا شعرونه خو په دی هم خواږه ځکه دی چه عملی اړخ لری الله ج دی راته ستاسی په شان مشران ژوندی او ګړندی لری

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x