شعـــــرونه

حقیقت پټوونکو مغرضینو ته!

سید محمد محمودي

نه مې چا باندې غرض و
نه له ما چاته خطره وه
مسلمان افغانستان وم
په توحیدمي عقيده وه

که څه هم تورونه نور وه
خو اصلاً خبره دا وه
چې زه پاک مومن هیواد وم
بس همدغه مې ګناوه

په همدې غربي ټلواله
په غوسه وه په غوسه وه
زما د پاک وجود اشغال ته
د ناولو نړیوالو
اسلام ضد ائتلاف جوړ سو
د بې دینو صلیب پالو
دریغ یې نه کړه چې هر څومره
طاقتونه ورسره وه
اشر سوی ټول جهان وه
هم ملکونه مسلمان وه
انګريزان، امريکايان وه
هم یې منځ کې يهوديان وه

یو چا هم څه سوڼ ونکړ
چې زما په ضد جګړه وه
په یوه خوله باندې ټولو
جوړ ځانونه بې پروا کړو

نه یې چا غندنه وکړه
نه چا دا جنګ ناروا کړو
د غفلت د خوب بالښت ته
د همه واړو تکیه وه

چې په ما باندې باران وو
د بمونو د کلسټرو
چې هیڅ درېغ د وحشت نه وو
د بدمستو لنډه غرو
پلویان د اوربند چیرته
په هغه وخت کې ویده و

اوس چې زما اصلي بچیانو
د سپېڅلي جهاد توره
په لاسونو کي نیولې
پرې وهي نړۍ مغروره
نړیوال په دې خبره
پرون سخته په غوسه وه

لږ دې عقل نه کار واخلي
چې له خوبه یې خوري څکي څوک
په دوو ګوتو نه پټیږي
لمر که هرڅو پټوي څوک
محمودي د څوکم عقلو
وه دې کارته اراده وه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x