د سلیم صافي په نوم پرانیستی لیک – یو ځواب ! محمود خان اڅګزی

ښاغلی سلیم صافی السلام علیکم !

سې شنبه د۲۰۱۴ کال دجولايي میاشتې په لومړۍ نېټه مې په جنګ ورځپاڼه کې ستاسو کالم په نظر شو چې عنوان یې وو «دا قوم پرستي او زما احتساب» او له دې په لومړي ځل خبر شوم چې ستاسو غوندي د لومړۍ درجې پاکستاني خبریال دا جمهوري او قانوني حق جوړېږي چې د سیاسیونو خبر اخلئ. او بیا دا د پاکستاني بدقسمتو سیاستوالو نصیب وي چې ستاسو له لوري دهغوی په برخه د«آزاد» قلم څخه کومې ملغلرې را تویېږي .

خدای(ج) شاهد دی چې زه دا لیک په مجبورۍ لیکم او هغه ځکه چې تاسو په خپل تېر کالم کې زما په اړه ځینې ډېرې مهمې خبرې دیوه باخبره خبریال په توګه په ځانګړي انداز لیکلي دي چې دجنګ معتبره ورځپاڼې د لوستونکو تر نظر تېري شوې دي .

ستا قیمتي معلومات به دټولنې یوې لويې برخې لوستي وي او پر دې خبرو زما خاموشي ناشونې ده ، ځکه (خاموشي نیمه رضامندي ده) .

تا په خپل کالم کې زموږ تر منځ داړیکو ډېر شریفانه یادونه کړې زه یې منندوی یم. تاسو په خپل کالم کې لیکلي چې :

«هغه دجیو تلویزون دنورو پروګرامونو څخه بایکاټ کړی وو او زما پروګرام ته راغلی ،ځکه زه نوموړي ‌ته یو سپیڅلی خبریال برېښېدلم . هغه به دمشر ورور په څېر ماته نصیحت هم کاوه چې دپاکستان دپوځ په خلاف مه لیکه ځکه دده په وینا مړ به مې کړي .»

صافی صاحب!

زه ستاسو دپروګرام پرته د ډاکتر شاهدمسعود یو یا دوه پروګرامونو ته هم ورغلم او ستاسو یوه خبره هېره ده او یا يې شاید قصدا نه کوئ .

اوله خبره داده ما چې تاسو سپېڅلی خبریال وګڼلئ او تاسو سره مي یوساعت ریکارډ شوې مرکه وکړه، اکرم شاخان له ما سره وو، ښې تفصیلي خبرې وشوې، تاسو په ډېر خوشحاله انداز راته وویل چې مرکه به په پلانۍ ورځ خپره شي او دا مو هم وویل چې تاسو به د مرکې ښه اعلانات کوئ په جنګ ورځپاڼه کې، لیکن وروسته اکرم شاخان (اکرم شالالا) ته ستاسو تلیفون راغلو او ومو ویل چې زه ستاسو مرکه دټاکلي ‌وخت سره سمه نشم خپرولای، ځکه اداره مې وايي چې ستاسو ځانګړې مرکه باید خپره نشي او په هغې کې ځیني نور کسان هم باید ورګډ کړل شي.

تاسو وویل چې که چېرته اجازت وي زه به دمرکې محتوا ته بې له زیان اوښتلو دوو کسانو ته ځای جوړ کړم او دا مرکه به خپره کړم . زه زړه نازړه ستا دې غوښتنې ته تیار شوم ،ځکه چې ستا«سپېڅلې خبریالي» ته زیان وانه وړي .‌ یقینا به هغه مرکه ستاسو په اداره او زموږ له کاکوونکو سره شته وي .
دهم هغې مرکې د داسې سپېڅلې خپراوي پرته شاید زه بیا ستاسو پروګرام ته نه یم درغلی. په یقین سره نشم ویلای لیکن په پوره ایماندارۍ وایم چې زما جذبات اوس هم هغه دي.

ترکومه چې دپوځ په تړاو دنصیحت خبره ده، سلیم وروره یقین وکړه زما په یاد نه دي ،ځکه زه دا ډول خبرې ډېرې لږ کوم، البته ستاسو په یاداشت بروسه کوم او دا خبره منم، خو ستاسو ښايي هیر وي چې کله دمحترم مولانا فضل الرحمان له لوري (اې – پې – سي ) رابلل شوې وه چې دهیواد دزیاتو سیاسیونو سره سره ډېرو دنظر خاوندانو ونډه کې اخیستې وه او دقبایلي سیمې فاټا په تړاو وه، چې کله زما وینا پای ته ورسېده ته په ډېر ښه او رازدارانه انداز زما لور ته راغلې او راته دي وویل :

«دخدای لپاره په داسې انداز مه وایاست، د پښتنو شهیدانو لیست له وړاندې ډېر اوږد دی».

صافی صاحب!

زه اوس ستاسو دکالم دوهمې برخې ته چې له لومړۍ نه بیخي بیل دی او په جذباتي انداز لیکل شوی راځم.

تاسو لیکلي دي:

ښکنځل خو څه ما خو تر اوسه دا هم نه دي ‌لیکلي ‌چې نوموړی ترټاکنو وړاندې ‌د پوځ او دپاکستان د استخباراتو له کومو کومو ادارو سره لیده کاته کول او څه څه فیصله شول .

درنه صافی صیب !

ایا ستاسو دژورنالیزم معیار دادی چې هره اورېدل شوې خبره له تحقیق او پلټنو پرته خپراوي ته سپارئ؟

دپاکستاني ژورنالیزم پر اسمان ځلېدونکې او د سیاسیونو «خبر» اخیستونکې قانوني‌حقداره سلیم صافی‌ صاحب!

تاسو هم ښه غوږ شئ او درانه لوستونکي‌ دې هم ولولي چې :

کله هم تر ټاکنو وړاندې یا تر ټاکنو روسته که ما، زما د پارټۍ کوم ملګري زما په غوښتنه، زما قریبانو او دوستانو کله هم د پوځ یا استخباراتو سره په مستقیم یا غیر مستقیم ډول کومه معاهده کړې وه، کومه جزا چې غله ته ټاکل کېږي هغه جزا دې ماته هم وټاکل شي .

بله خبره داده چې تاسو لیکلي چې:

ما خو په اخبار کې څه؛ چې تر اوسه په کومه شخصي ناسته کې هم نه دي‌ ویلي چې محترم مشر محمود خان دخپل ورور دګورنر کېدلو لپاره څوڅو واره نواز شریف ته ورغلو او هغه یې په څه ډول قانع کړ چې دده ورور د بلوچستان ایالت والي ‌یا ګورنر وټاکي .

ماشا الله ، اسلوب کې یې بلندي اور پستي.

محترمه ! ښاغلی نواز شریف ژوندی دی ، هغه دپاکستان دریم ځل لومړی وزیر ټاکل شوی دی. ددې پرته په پاکستاني‌ټولنه کې دهغه یو ځانګړی مقام دی. ورشه له هغه څخه پر قسم وپوښته چې که چېرته ما،یا زما کوم دوست او پېژندګلوو له هغه نه زما د ورور د ګورنرۍ (والي) لپاره غوښتنه کړې وه او هغه دا ومنله، په هغه ورځ به زما ورو محمد خان اڅګزی له ګورنرۍ او زه دقامي اسمبلۍ له څوکۍ څخه استعفا کوم او خپل څادر به په اوږه اچوم کورته به ځم، له خپلو ټولو ملګرو او د پاکستان له سیاسیونو به بخښنه غواړم .

سلیم صاحب!

که چېري ستاسو په وسیله دا خبره شوې وي نو شوې به وي .

زما له لوري او یا زما دګوند له لوري یا که زما دکوم دوست او پېژندونکي له لوري دا خبره شوې وي نو زه خو به خبر وای، دا چې زه نه یم خبر نو زه ستاسو دا خبره هم ناسمه ګڼم او ردوم یې.

دپاکستان دپوځ او دهغوی د ادارو په تړاو چې تر کومه ځایه زما د اړیکو خبره ده نو زه مجبورا ددریو کسانو نومونه یادوم .
۱- مرحوم شېر افګن نیازي په وار وار د قومي اسمبلۍ پر ډګر زه له دز ګناه پاک بللی یم.
۲- دنج پیر څخه تعلق لرونکي د استخباراتي ادارې یوه ذمه وار افسر یوازي زه یو باوري سیاسي کارکن بللی یم.
۳– ستا په جرګه پروګرام کې دهیواد وروستي پوځي حکمران ما غوندې ناچیزه کس یو باکرداره سیاسي کارکن وباله.

دټاکنو په تړاو زما د ضد مرمۍ موټرو یادونه که څه هم ستاسو دکالم ښایست جوړه شوې ،خو زه به ووایم چې دښاغلي یوسف رضا ګیلاني د لومړي وزارت پر مهال ما په خپل قلم هغه ته یو درخواست (عریضه) وکړه چې قامي اسمبلۍ ته مې وړاندې کړه، دقامي اسمبلۍ له لوري درخواست ډېر زیات وخت واخیست او په هغه کې لیکل شوي وو چې ددې درخواست کاپي مو پوځ او امنیتي ادارو ته هم لېږلې ده .

د ټاکنو پر مهال چې دا ضدمرمۍ موټر دلته راورسېدې نو ډېرو کسانو په خپل خپل انداز تبصرې ورباندې وکړې او (چه میګویا) وشوې . تاسو ته به یوڅه دروښیم چې ستاسو په ډول دوست ډوله «دوست» ددغو موټر یادونه دقومي اسمبلۍ په پارلیماني کومېټه کې هم کړې وه ،ماته هغه مهال اندازه وشوه چې د پردې تر شا ځیني پلټنې هم شوې وې .

زما دکابل ددورې پر مهال له چاسره څه خبرې وشوې، سلیم صاحب زه یې نشم لیکلای ،البته دهغو لیدنو پر مهال دپاکستان دبهرنیو چارو وزارت ذمه واره افسران موجود وو.

دخبرو دوه برخې وې چې دپاکستان د بهرنیو چارو وزارت دسکرتر سره سره په افغانستان کې دپاکستان سفیر او دهغه یو همکار په دواړو برخو خبرو کې ناست وه، نور تفصیلات ورشئ له هغوی وپوښتئ. له دې پرته زما د دنیا له یوه کس سره په مستقیم یا غیر مستقیم ډول لیده کاته نه دي شوي. البته ماښام د ډوډۍ خوړلو پر وخت او سهار زما دملګرو تر راتګ وړاندې له ولسمشر کرزي سره دافغانستان پاکستان داړیکو، د وزیرستان دکډوالو او بېځایه شویو ته د ورپېښو ستونزو په اړه بحث شوی دی. ځیني نورې خبرې هم مطرح شوې چې زه یې تاسو ته په ویلو مجبور نه یم .

د القاعده، طالبانو،ټي ټي پي، وزیرستان او دهغه ځای د ستونزو په اړه زما د ګوند (پښتونخوا ملي عوامي ګوند) دریځ روښانه دی زه تاسو ته په ډاډ سره ویلای شم چې زموږ رایه د هیڅ ډول بهرنۍ طرحې تر سیوري لاندې او تابع نه ده .

موږ خو دخپلي رايې څرګندونه د۲۰۱۱ کال په اکتوبر میاشت کې په جنګ اخبار کې دیوه مضمون په لیکلو څرګنده کړې ده او هغه وخت هیچا ددې کار جرات نشو کولای. دهغه مضمون عنوان وو چې «په فاټاکې څنګه سوله راتلای شي؟» زما ایمان دی که هغه وخت زما وړاندیزونه ستاسو په څېر «باخبره» خبریال، پوځي واکمنو او چارواکو په سنجیده ګي سره اخیستې وای نو زما یقین دی چې نن به دقبایلي سیمي وګړي د داسې بدې ورځې ‌سره نه وو مخ شوي.

د یوه شریف النفسه پاکستاني او پښتون په حیث ستاسو نه غوښتنه کوم چې تاسو د کوم حلالي او وغیره خبره کړې ده په دې به د ډېرو کسانو توهیناو سپکاوی شوی او زړونه به یې هم آزار شوي وي،که ممکن وي له هغوی څخه بخښنه وغواړئ.

په اتیا یمه لسیزه کې دلته دیوه خطرناکې جګړې پیل وشو چې سلګونه زره انسانان ،کورونه او کلي ورکې پوپناه شو، هر څوک په دغه توپان کې په یوه نه یوه بڼه مصروف پاتې شوي دي او اوس هم دي. ضمنا به دیوې خبرې یادونه وکړم چې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند څخه خلک له دې کبله خوابدي دي چې زموږ مشرتابه هر وخت پخپله خوښه خپله کړنلاره او هدف ټاکلی دی، او چې کله یوه پرېکړه وکړو بیا له هغې نه پرشا کېږو. ددغې سیمي او هیواد دحالاتو په خاطر زموږ دګوند مشرتابه په وار وار اروپا ته هم سفرونه کړي دي‌ چې هغه وخت داوسني ‌سیټ آپ هیڅ درک نه وو معلوم چې سبا ته به څه کېږي .

موږ د جناب الیحضرت ظاهر شاه (د ملت بابا) او له ټولو افغانانو سره چې تر هغوی پورې موږ لاس رسی لرلو د خبرو هڅه کړې او یوځل ما ستاسو له دوست حامد کرزي سره په لندن کې ډېري تفصیلي خبرې هم وکړې .

له هغه وروسته دا سلسله په مستقیم او غیر مستقیم ډول روانه وه. په سیاست کې همېشنۍ دښمنۍ لږ وي د پرون مخالف دنن دوست او آن تر دې چې کله کله ملګری جوړېږي.

دکرزي صاحب اړیکې له کومې مذهبي ډلي ‌سر وې او د نورو سیاسیونو اړیکې له کوم تنظیمونو سره وې دا پر خپل ځای خبره، خو ما هغه وخت هم له ځینو افغان سیاسینو سره اړیکې لرلې. له شهید برهان الدین رباني ،استاد سیاف او عبدالله عبدالله سره زما هغه اړیکې ‌اوس هم شته.

د مرحوم مارشال فهیم په مړینه دهغه فاتحې ته کابل ته تللی وم. هلته له ډېرو سیاسي‌مشرانو سره زما لیده کاته وشول چې په هغوی کې یو استاد سیاف وو چې د هغه په دیني مدرسه کې مې ورسره ولیدل او په دې ژمنه دا ملاقات پای ته ورسېدو چې که چېرته ژوند و نو راتلونکې کې به دهغه د پغمان په کور کې سره وینو .

بلفرض دحامد کرزي سره سره دنړۍ له هر فرد سره زموږ لیده کاته دیوه سیاسي هدف په توګه باید وارزول شي‌. دهیڅ ډول مادي وسیلې تصور هم زما غوندې سیاسي کارکن لپاره په هیڅ ډول ممکن نه دی .

دخزانو برېښ، دځنځیرونو او زولنو شرنګهار او د ظالمو حکمرانانو توپ او ټانک موږ له خپل هدف څخه نه پر شا کړي یو او نه مو ان شا الله پرشا کولای شي .

دنورو په اشاره یا د نورو لپاره دکار کولو په صورت کې مفادات تر لاسه کول زه دکفر برابر یا تر هغه هم لوړه ګناه بولم . او داسي‌کارونه کوونکي کسان ددنیا تر ټولو په بدو او بداخلاقو خلکو کې شمېرم. البته د خپلو سیاسي موخو، د ګوند د منشور او سیاسي پروګرام لپاره ستاسو په څېر خبریالانو نه نیولې بیا تر هر انسانه د خپل جایزي مرستي د ترلاسه کولو هڅه مې کړې او کوم به یې .
په درنښت

لیکوال: محمودخان اڅکزی ،دپښتونخوا ملي عوامي ګوند رهبر

خبریال ډاټ کام نه په مننې

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غوربندي
میلمه
غوربندي

سلیم ساپی صیب ۰ اچکزی صیب ۰ مولانا صیب ۰ رحیم الله یوسفزی صیب او هغه چی زما د ګوتو له قیده لویدلی دی ټولو ته سلامونه او احترامات ګیدړه (روباه) په لکۍ باندی خپل ذیعلاقه ښکارزن غولوي تاسو ټول بلا استثنا د ای اس ای مختلفې لکۍ یاستی چې په یوه باندی ملتپالان او په بله مسلمانان غولوی، تاسو د ګڼو نورو لکیو په شان مختلف اشکال لری او سرونه مو هم مختلف جهتونه خپل کړي دي خو بیخونه مو د یوی روباه د مقعد په بام کې کلک دي. مونږ افغانان ستاسو یوه سره هم علاقه نلرو او… نور لوستل »

جمیل فولاد
میلمه
جمیل فولاد

امین ثم امین یارب العلمین.مننه جناب غوربندی صیب خدای ج دی ابادلره

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

عوربندی صاحب الله ج دی اجرونه درکړی څو خل می یو څه ولیکل حتی دوی ته دلایل ویل بی ګټی دی په نشه توکو روږد شوو ته دلایل ویل د وخت دخپل وخت ضایع کول دی او دوی په ډالرو نشه شوی دی د هغو د پاره نه ځان وینی نه د ځان عزت ، نه د ځآن ناموس او نه د نور و مال ځان او ناموس ورته اهمیت لری ، حتی دوی دمره پس فطزته خلک دی چه روسان او امریکایان پری دير شرف لری ښکاره کافر دی دوی پت ولی تر ښکاره کافرو ډیر کافر دی ،… نور لوستل »

احمدشاه
میلمه
احمدشاه

دواړه د پنجابی ISI دمرتدینوپه زولی کی پراته دی