ټولنیزه برخه

هغه زوی چې پلار یې له تربیې عاجزه شو

حامد افغان

فضیل بن عیاض رحمه الله د خراسان له مشهورو عالمانو او صالحانو نه و، د ده یو زوی و علي نومیدی، ده یې په تعلیم او تربیه کې زیات کوښښ کوه خو ګته یې نه کوله، ان تر دې چې د هغه له اصلاح نه ناهیلی شو، اخیر یې الله تعالی ته زارۍ پیل کړې، یوه دعا یې داسې وکړه: یا الله! ما خپل کوښښ وکړ چې علي ته اخلاق او ادب وروښیم، خو زه یې د تأدیب وس نه لرم، ربه! ته اخلاق او ادب وروښیه. (اللهم إني اجتهدت أن أؤدب علياً فلم أقدر على تأديبه، فأدبه لي)

د الله جل جلاله فضل او احسان و، د فضیل دعا یې د هغه د زوی علي په باره کې قبوله کړه، علي په علم، تقوی او زهد کې د پلار په څېر امام وګرځیدی! امام النسائي یې په اړه وایي چې د فضیل بن عیاض زوی علي باوري او امانتدار عالم دی. حافظ ابو بکر الخطیب وایي: علي خورا لوی متقي عالم و. سفیان بن عیینة وایي: د فضیل او هغه زوی علي په څېر له الله وېریدونکي عالمان مې هیچرته نه دې لیدلي.

ان تر دې چې دا ځوان په تقوی، زهد او ورعه کې د پلار ښه مرستندوی وګرځیدی، دواړه به یوځای لمانځه ته تلل، حج او د خیر نورو چارو کې به یو ځای بوخت وو او د شپې عبادت او روژې به یې یو ځای نیولې. د پوهې، تقوی، عبادتونو او خیر رسونې دا دوه لکه خواږه ملګري زوی و پلار په همدې توګه ژوند روان لاره چې په کال (183هـ) کې علي ته مرګ راغی او وفات شو. رحمه الله تعالی

مؤرخین د علي د تقوی او زړه نرمښت په اړه لیکي چې کله به دی په لمانځه کې حاضر و پلار به یې د عذاب او د اخرت حالاتو ایتونه په لمانځه کې نه تلاوت کول! ځکه د دې ایتونو په اوریدلو د هغه د بېهوشه کیدو وېره وه! نو طبعاً د علي په مړینه یې پلار سخت خپه شو، هغه به یې ډېر یادوه او ورپسې ژړل به یې، یوه ورځ یې وویل چې علي راته کړه: الله ته سوال وکړه چې څرنګه یې دنیا کې زه او ته سره یو ځای کړي یو؛ اخرت کې مو هم سره یو ځای کړي. او بیا په ژړا شو.

فضیل بن عیاض رحمه الله هسې هم د اخرت سړی و او په تقوی او د الله وېره کې #متل ګرځیدلی و، د علي په مړینه یې زړه مات شو، یوه ورځ یې په ژړا کې وویل: زما ګرانه علي! تا خو د الله تعالی په وېره او ژړا کې زما مرسته کوله … الله دې ستا عملونه ټول قبول کړي، تر دې چې د علي له وفات څلور کاله وروسته (187هـ) فضیل هم وفات شو. الله تعالی دې جنتونه نصیب کړي. سير اعلام النبلاء للذهبي 8/445

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نعمت الله

الله دی جنتونه په نصیب کښی افغان صاحب ستا لیکنه همیشه زه لولم او پند تری اخلم الله جل جلا له د دنیا او اخرت خوښی او کامیابی په نصیب کښی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x