افغانستان

د طالبانو د هوایي بریدونو ویره: د ارګ پر فضا د ډرون الوتکو پر پرواز بندیز ولګېد

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۷ مرغومی، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې د هیواد په ځینو سیمو کې د طالبانو هوایي بریدونو دولتي ځواکونه په وېره کې اچولي؛ ارګ ویلي، د ولسمشرۍ ماڼۍ پر فضا د ډرون الوتکو په پرواز بندیز لګول شوی او که چېرې ولیدل شي په نښه به کړل شي.

د طلوع نیوز د راپور په اساس د حکومت د رسنیو مرکز رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویلي، چې نور هیڅ ډرون الوتکه د ارګ پر فضا الوت نشي کولای او که چېرې ولیدل شي، د دولتي ځواکونو له لوري به په نښه کړل شي.

د ارګ پر فضا د ډرون الوتکو پر الوت بندیز داسې مهال دی، چې تازه د هیواد په یو شمېر برخو کې پر دولتي مرکزونو طالبانو ته د منسوبو هوايي بریدونو خبر ورکړل شوی، چې ویل کېږي له امله یې دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړوي.

تازه برید په کندز ولایت کې د پامیر ۲۱۷ قول اردو پر هوایي ډګر باندې شوی، چې د راپورونو په بنسټ، له امله یې د حکومت یوه چورلکه هم تخریب شوې او دروند مالي زیان ورته اوښتی.

د ولسي جرګې د داخلي امنیت او استخباراتي کمېسیون مشر «خان اغا رضایي» وایي، چې طالبان دا ډول بریدونه د ډرون کېمرو په وسیله کوي، چې کولای شي دېرش کیلو وزن او د هاوان مرمۍ یوسي او فیر یې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د طالبانو د ډرون د بریدونو له ویری د کابل غلامه او فاسه اداره او د غلامی اداری مشر غلام غنی تر دی کچی ډاریدلی د نور افغانستان په ځان د ارګ امنیت ونیسی هم لویه خبره ده ، هماغه د ربانی حکومت ته ورته شکاری چه حکومت یی په دستګول کی ګرځولو. همدارنګه د کمونست علومی ( د غلامی اداری داخله وزیر ) غلامی شوری ته د طالبانو د پرله بسی او بریالی بریدونو په اړه راغوشتی وو چه یو څه وکړی چه طالبان کابل ته هم کشت او مات ورنکړی . په هر صورت، علومی ورته وویل مه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x