افغانستان

فراه کې د دولتي عسکرو په ډزو ۷ تنه ملکیان ټپیان شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۷ مرغومی، ۱۳۹۹ل): پر ولسي خلکو د بریدونو په دوام دولتي عسکرو نن یوځل بیا د فراه ولایت په فراه رود ولسوالۍ کې د خلکو په دوکانونو او کورونو د درنو وسلو ډزې کړي، چې له امله یې ۷ تنه ملکيان ټپیان شوي دي.

سیمه ییزې سرچینې وايي، دولتي عسکرو نن د شنبې په ورځ له غرمې وروسته د فراه رود په بازار او شاوخوا کلیو باندې د ډیسي توپونو، دهشکو او هاوانونو ډزې کړي دي.

د سرچینو په خبره په دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۷ ملکیانو د ټپي کېدو ترڅنګ خلکو ته ګڼ مالي زیانونه هم اووښتي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې دولتي عسکر په ملکي خلکو ډزې کوي او ملکیانو ته مرګ ژوبله اړوي، بلکې تردې  وړاندې هم د دولتي عسکرو  په توپچي او هوايي بریدونو کې ګڼو ملکیانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x