
هرات: دولتي عسکرو د اسلام کلا بازار په توپونو ویشتلی
نن تکی اسیا (شنبه، ۲۷ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د هرات ولایت په کهسان ولسوالۍ کې دولتي عسکرو د اسلام کلا بازار په هاوانونو ویشتلی، چې له امله یې لږ تر لږه ۸ تنه دوکانداران ټپیان شوي دي.
د سیمې خلک او دوکانداران وايي، دولتي عسکرو نن سهار د اسلام کلا سرحدي بازار په هاوانونو ویشتلی او سوداګرو ته یې ګڼ مالي زیانونه اړولي دي.
د خلکو په خبره په دغو بریدونو کې سوداګرو ته د مالي زیانونو ترڅنګ ۸ تنه دوکانداران هم ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې نن د هرات څنګلوري ولایت فراه په فراه رود ولسوالۍ کې هم دولتي عسکرو په ملکي خلکو او دوکانونو د درنو وسلو ډزې کړي او لږ تر لږه ۷ تنه ملکیان یې ټپیان کړي دي.
دا لومړی ځل نه دی چې دولتي عسکر په ملکي خلکو ډزې کوي او ملکیانو ته مرګ ژوبله اړوي، بلکې تردې وړاندې هم د دولتي عسکرو په توپچي او هوايي بریدونو کې ګڼو ملکیانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.
دا نو کوم منطق چه بازار ته توپونه مرش کړی ښه او بد ګناههکار او بی ګناه مه ګوره په توپونو یی وله ، که څه هم هغه بازار د طالبانو واک کی وی هغه بازار کی ړانده بمباری طالب او غیر طالب څه پیزنی بیا وایی چه زیاته ملکی وژنه د طالبانو کار دی نو دغه توپونه د طالبانو دی