افغانستان

بلخ کې د تښتول شوي ماشوم په اړه ددې ولایت چارواکو ته د اشرف غني خبرداری

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۷ مرغومی، ۱۳۹۹ل): په بلخ کې د تښتول شوي ماشوم د موندلو په تړاو د کابل حکومت مشر اشرف غني ددې ولایت امنیتي چارواکو ته خبرداری ورکړی.

د اشرف غني مرستیال ویاند دواخان مینه پال نن د شنبې په ورځ یو ټویټ کې د اشرف غني په حواله د بلخ ولایت امنیتي چارواکو ته خبرداری ورکړی، که تښتول شوی ماشوم عبدالرؤوف زر تر زره پیدا نه کړي، نو ټول به له دندې ګوښه کړي.

د عبدالرؤوف په نوم نهه کلن ماشوم چې اصلا د فاریاب ولایت اوسېدونکی دی، کابو درې میاشتې مخکې د مزارشریف ښار نه تښتول شوی او تښتوونکو د نوموړو د خلاصون په بدل کې د یو ملیون ډالرو غوښتنه کړې ده.

که څه هم تردې وړاندې د کابل حکومت د کورنیو چارو وزارت ستر معین جنرال عبدالصبور قانع په ګډون ګڼو چارواکو بلخ ولایت ته د نوموړي د خلاصون په موخه سفرونه کړي؛ خو ناکامه شوي دي.

وړمه ورځ د ولسي جرګې د امنیتي چارو ځانګړي کمیسیون په بلخ ولایت کې د دولت پلوه ملیشو او ناقانونه وسله والو مرکزونو شتون د تښتول شوي ماشوم په پیدا کولو کې ستر خنډ یاد کړی ؤ.

په ورته مهال نن د کابل حکومت د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی نن هم بلخ ولایت ته د امنیتي حالت د ارزولو په خاطر سفر کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې وړاندې د تښتول شوي ماشوم عبدالرؤوف پلار محمدنبي حکومت ته خبرداری ورکړی ؤ، که چیرته یې تښتول شوی زوی ورته پیدا نه کړي، مجبوره دی له طالبانو مرسته وغواړي.

دا په داسې حال کې ده چې له تیرو څو اونیو راهیسې د عبدالرؤوف مور په خپل ماشوم زوی پسې له ډیر خفګانه په رواني ناروغۍ اخته شوې او روغتون کې بستري شوې ده.

ددغه ماشوم پلار په داسې مهال د خپل زوی د برخلیک په اړه د طالبانو مسئولینو ته د مراجعې په اړه خبرداری ورکوي، چې طالبانو تیره میاشت هم په بلخ ولایت کې یو تن د انسان تښتوونکو له منګولو وژغورلو او د تښتونې په تور یې یو تن نیولی، چې دا مهال یې قضیه د طالبانو په «شرعي محکمه» کې تر څیړنې لاندې ده.

باید وویل شي چې طالبانو په دې وروستیو کې د پلازمینې کابل په ګډون د هېواد په مختلفو ولایاتو کې د انسان تښتوونکو او مسلحو غلو پرضد پراخ علمیات ترسره کړي، چې ګڼ شمېر کسان یې د تښتوونکو له منګولو ژغورلي او یو شمېر غله او اختطافګر یې په سزا هم رسولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ترین

د نن ټکی اسیا څخه پسته اداره می هیڅکله نه ده لیدلی. د اشرف غنی بل عکس نه وو چی دا مو خپور کړی، اوس نو د #د ړندی سترګی هم عکس خپور کړی

مجاهد

د غلام غنی دا خبره چه ماشوم ورک دی دا د ټول ولایت لویو ا وکوچنیو کار نه دی چه ماشوم پیدا کړی دا د امنیتی ځواکونو کار دی دوی غواړی هر مامور پری برکنار کړی دا د دوس اشرف غنی د متفکرو مغزو لاسته راوړنه ده، بله مهمه خبره داده چه دا کار خپله د یوه یا بل ولایت د امنیتی یا جنګ سالاارانو کار دی ماشومان پټوی له کورنی یی میلون دالر غواړی او لا جنسی تیری پری کوی او اخره کی تری روپی هم غواړی او تضمین هم تری اخلی چه څوک به نه خبروی

طوطی

ما خو له پخوا ویلی دی چی طالبان د ماشوم په خلاصونه کی چالاکه شی او کچیری طالبان دا ماشوم راخلاص کړی پدی معنی چی طالبانو دری ولایته بدون له جنګه فتح کړل.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx