روغتیا

د کرونا پېښو زیاتوالی، چین پنځه ورځو کې د ۶۵۰۰ خونو روغتون جوړوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۷ مرغومی، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې په چین کې یو وار بیا د کرونا ویروس پېښې مخ پر زیاتېدو دي، دغه هېواد په پنځه ورځو کې د ۶۵۰۰ بستریز روغتون چټک جوړولو پریکړه کړې ده.

د یادې بې ساري او نوښتونکې لړۍ پرمهال چین د بیجنګ په سویلي ایالت کې د ۱۶۰۰ خونو موقتي روغتون جوړ کړی دی. دا د هغې لړۍ برخه ده چې په نانجونګ ښار هوبې ایالت کې پېل شوې او له مخې به یې د ۶۵۰۰ خونو روغتونونه جوړیږي.

په چین کې له پنځو میاشتو وروسته د کرونا وبا له کبله یو کس مړ شوی دی په داسې حال کې چې مثبتې پېښې مخ پر زیاتېدو دي، خو چین وایي په دې کې هغه کسان زیات ښکېل دي چې له بهره چین ته داخلیږي.

چین په ۲۰۲۰م کال کې د ویروس په کنترول کې بریالی شوی و، دغه ویروس د ۲۰۱۹م کال په وروستیو کې د چین له ووهان ایالت څخه لومړی چین او بیا نورې نړۍ ته خپور شو.

په هر صورت، د چین ملي طبي کمیسیون خبرداری ورکړی چې وروستۍ پېښې په غیر معمولي سرعت سره خپرې شوې دي او دا موږ ته د خطر زنګ دی، چې باید له وخت وړاندې یې مخنیوی وشي.

چین په ۲۰۲۰م کال کې د کرونا ناروغانو د درملنې او د وبا خپریدو مخنیوي لپاره په کمو ورځو کې موقتي ځانګړي روغتونونه چمتو کړي وو، خو له ویروس کنترولېدو وروسته یې دغه روغتونونه بیرته له منځه وړي وو.

د چین روغتیایي چارواکو په شمال ختیځ سیمو کې له ۲۸ ملیونو زیات کسان ګرځبند کړي دي، او د شیجاژونګ په پلازمینه هوبې کې د کرونا د نوي نسل مخنیوي لپاره سخته مبارزه پېل کړې ده.

په تېرو څو اونیو کې چین د تېرو لسو میاشتو په پرتله تر ټولو د زیاتو مثبتې پېښې شاهد دی، یوازې د شنبې په ورځ چین کې ۱۳۰ پېښې ثبت شوي، چې له مخې یې ۹۰ په هوبې ایالت کې رامنځته شوي دي.

د چین ملي روغتیا کمیسیون د پېښو زیاتوالي پړه پر بهرني مسافرو وراچوي چې هېواد ته داخل شوي او یا یې خوراکي توکي وارد کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x